IQNA

هغه کسان چی ځانونه د ایران د ملت داغدار بولي په اوسنیو پیښوخوشحاله دي

16:11 - September 22, 2022
د خبر لمبر: 3486260
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،هغه ځیني غولیدلي کسان او د نوی نفاق ډله چی اوس په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی،هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی په هیواد پوځی حملې ته لمسوي

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک په یوه بیانیه کې په وروستیو ورځو کې د دښمنانو له پلان شوی دسیسې سره په ملګرتیا نه کولو کې د ایرانی ملت له ځیرتیا په قدرونې سره ټینګار وکړ ځینی غولیدلی کسان او او د نوی نفاق ډله چی نن سباپه ظاهره ځان د ملت داغدار بولی، هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی  په هیواد پوځی حملې ته لمسوي .

د تهران د پولیسو د اطلاع رسونې مرکز د ستمبر په ۱۵ د پولیسو یوه مرکز ته له انتقالیدا وروسته د یوې ځوانې میرمنې د حالت د خرابیدا په اړه د خبر ونو په خپریدا پسې وویل میرمن مهسا امینی چی د سپیناوی لپاره د تهران د پولیسو یوه مرکز ته هدایت شوی وه ، د نورو هدایت شویو خلکو په ټول کې د هارټ اټیک په دلیل سملاسی د پولیسو په ملګرتیا سره د روغتون ایمرجنسی ته منتقله کړه خو له بده مرغه په روغتون کې وفات شوه .

د تهران څارنوال علی صالحی د میرمن مهسا امینی د وفات کیدا د خبر په خپریدا پسې د طبی اړخونو د جاج لپاره  د یوې ځانګړي کاري ډلې د جوړیدا خبر ورکړ .

سپاه پاسدارانو په دغه بیانیه کې د مهسا امینی له کورنۍ اوخپلو خپلوانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له قضاییه قوې غوښتنه کړی ده چی په حقیقی او مجازی فضا کې  اوازو جوړونکیو او دروغ ویونکیو سره چی د ټولنې روانی امنیت په خطر کې اچوي ، وپیژني او له هغو سره پریکنده ، عادلانه اوعبرت اخیستونکې چلند وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121346

captcha