IQNA

قرآنی سورې/32

د قیامت انکار کونکو ته د قرآن کریم په سجدې سورې کې خبرداری

16:11 - September 26, 2022
د خبر لمبر: 3486270
ایکنا-(تهران)په قرآن کریم کې د خداوندمتعال  او قیامت د منکرانو ته په ډيرو ایتونو کې خبرداری ورکړل شوی دی  او دغه راز په سجدې سورې کې ورته سخت ټکي هم استعمال شوي دي.

 قرآن کریم د شلمې سورې نامه سجده ده . داسوره په مکې کې نازله شوې  او یویشت آیتونه لري او د قرآن کریم په یویشتمې سپارې یا جزوې کې واقع ده  او پر پیغمبر اکرم(ص)باندې نازیلیدونکي پنځه اویایمه سوره ده.

په دغې سورې کې د پنځلسم آیت  په لوستو یا آوریدو سره په انسان سجده واجبیږي او  په همدې وجه ددغې سورې نامه هم سجده کیښودل شوې ده . ددغې سورې په پنځلسم آ یت کې خداي تعالی  دمومن نښه بیان کړې ده  چې  هغه دخدای د نښو نښانو په یادولو سره پر خاورې سجده کوي.

د سجدې په سورې کې  د قیامت ،د پنځونې  شپږمرحلې او له خټې څخه دپنځونې ذکر شوی دی  او د قیامت منکرانو ته خبرداری، په داسې حال کې چې  مومن ته د  داسې بدلې یا غچ اخستلو په باب وئیل شوي دي چې خیال ئې هم نه کیږي.

 علامه طباطبائي  ددغې سورې د  موخې په باب وئيلي دي چې په دغې سورې کې د  کتاب او نبوت،په مومنانو او فاسقانو کې  د توپیر  اوپه دنیا کې  د عذاب اوثواب  نه اټکل کیدونکي بدلې او په دنیا کې فاسقانو ته د عذاب په څير  د موضوعګانو په اړه  خبرې شوي دي.

دسجدې سوره  د ایمان،قیامت او د پيدايښت او پنځونې په پیاوړتیا باندې د ایمان لپاره دی وې قدرتمنې سورې په توګه شمیرل کیږي.

 په دغې سورې کې په پیل کې  د قرآن کریم دعظمت او  دخداي پاک له خوا  ئې د نازلیدا باندې خبرې  شوي  دی او بیا د خدای د عظمت  دنښو او د مّځکې او آسمان د منظمې چلونې  او کارندوالي باندې هم خبرې شوي دي . له خټې څخه د انسان د پنځونې او  په دې کې د خداي د روح  د پوو کونې ، دعلم او پوهې دترلاسه کونې  او دمرګ او  له مرګه د وروسته زمانې په باب پکې خبرې شوي دي. همداراز په دغې سورې کې مومنانو ته د جنت ځيری  او فاسقانو ته  دجهنم ځيری او وعده ورکړل شوې ده . په پیل کې مومن او فاسق  ته د ورکړل شوو امتیازونو په اړه هم خبره شوې ده  او دمومن دداسې غچ اختسنې  په اړه  چې تصوّر ئې نه کیږي ،خبره شوې  او فاسقانو ته د ډير سخت عذاب خبر ورکړل شوی دی او  دغه راز  په آخرت کې  هم د سخت او دردناک عذاب   او  په دغې اوسنۍ دنیا کې هم د عذاب  دورکولو وئيل شوي دي.

https://iqna.ir/ur/news/3512782/%D9%

تړلې خبرونه
captcha