IQNA

د ایران سپاه پاسدارانو په کردستان کې د کومله ترهه ګرې ډلګۍ په مرکزونو بیاحملې وکړې

16:22 - September 26, 2022
د خبر لمبر: 3486271
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په وروستۍ اعلامی کې وئیل شوي د عراق په کردستان سیمې کې دکومله ترهه ګرې ډلګې په مرکزونو په دغو حملو کې له ګائيډيډ اودقیق ویشتونکو وسلو کار اخیستل شوی دی .

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک  پرون د عراق په کردستان سیمه کښې نړیوال استکبار ته اړونده د ایران ضده ترهګرو ډلو دمورچلو د ورانولو لپاره د مځکني ځواک د حمزه سیدالشهدا علیه السلام د مرکز د ځواکونو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی وو.

په ایران کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته د کومله او ډیموکراټ ترهګرو ډلو د وسله والو کسانو او د ګڼ شمیر وسلو له راوړلو وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان کښې د دغو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.

د ایران سپاه پاسداران ځواک په دغې نننۍ اعلامیې کې وئیل شوي دي،د اسلام د جنګیالیو دغه عملیات به د پایداره سرحدي امنیت د تضمین او د تیریګرو جنایتکاره ترهګرو د خبردار کولو او د خپلو قانوني دندو او نړیوالو مقرراتو په وړاندې د عراق د کردستان سیمې د چارواکو د مسوولیت تر  منلو پورې دوام ولري.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121506

captcha