د امام حسن عسکري علیه السلام نهویشت کلن ژوند په دریو پړاونو ویشل کیږي لومړی پړاو دیارلس کاله دی چې د هغه حضرت ژوند په مدینې کښې تیر شو له امامت څخه مخکې د عراق په سامرا کښې لس کاله وخت او دریم پړاو د هغه حضرت شپږ کاله امامت کول دي.
حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د خپل پلار له شهادت وروسته د مسلمانانو دیني زعامت او مشرۍ پرغاړه واخیستله.
دغه بزرګورار امام د خپل علم او پوهې په مکتب کښې فضلیت لرونکي پوهان تربیت کړل چې هر یوه یې د بیلابیلو اسلامي علومو په زمینو کښې د لیکلو اثارو په پریښودلو سره د اسلامي معارفو د لوړتیا لپاره اغیز شیندونکي ګامونه پورته کړل .
د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت د زړه له کومې تسلیّت وائي .