IQNA

هند کې «د اسلام له نظره ښځه» کتاب ژباړه خپره شوه

23:35 - October 21, 2016
د خبر لمبر: 3480241
نړیواله ډله: «د اسلام له نظره ښځه او په اسلامی ټولنه کې د هغې مقام» کتاب چې د آیسسکو مشر عبدالعزیز بن عثمان التصیجری اثر دې ژباړه به څلورو ژبو انګلیسې، فرانسوی، هندي او اردو کې د هند مرکزی ښار دهلی نو کې خپره شوه.
هند کې «د اسلام له نظره ښځه» کتاب ژباړه خپره شوه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د egynews.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، «د اسلام له نظره ښځه او په اسلامی ټولنه کې د هغې مقام» کتاب چې د آیسسکو اسلامی ښودو او کلتور، علمونو سازمان مشر عبدالعزیز بن عثمان التصیجری اثر دی ژباړه به څلورو ژبو انګلیسې، فرانسوی، هندي او اردو کې د هند مرکزی ښار دهلی نو کې خپره شوه.

دا څلور ژباړې سره د عربی متن په یو ټوک کې د دهلی نو ښار میلی انتشارات له اړخه په غوره او ښکلې چاپ کې خپور شو.

دا کتاب تراوسه په ۱۹۹۲ او ۲۰۰۹ کې دوره ځله په عربی، انګلیسې، فرانسوی ژبو کې د آیسکو له اړخه خپور شوې او لومړي ځل ده چې په اردو او هندي ژبه کې هم خپرېږي.

عبدالعزیز بن عثمان التویجری په دغه کتاب کې، د مسلمانې ښځې په اسلام کې بشپړ انځور وړاندې کړې او یوه سرلیک یی په زړو دینونو او تمدن کې د ښځو مقام باندې لیکلې او دې لیک لپاره یی د معتبرو سرچینو نه یادونه کړي ده.

د ښځو په اړه د اسلام نظر، قضايي حقونه، سیاسي، مدني او په تاریخ کې مسلمانو ښځو ارزښتمن علمي رول څرګندولو د دغه کتاب نور موضوعات شمېرلې کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3538353


captcha