قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د استار دیلی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، بنګلادېش د بهرنې چارو وزیر محمود علی د دغه هیواد په مرکزی ښار ډاکا کې په ستراتیژیک مطالعاتو موسسې کې وویل: له ۲۵ اګست (۳شهریور) نه تر اوسه ۳ زره مسلمانان د میانمار په راخین ولایت کې قتل شوي.
هغه زیاته کړه: د میانمار حکومت د مسلمانانو کډوالو دغه هیواد ته بېرته تللو لپاره هڅې کوې چې پرې نړیوال زور کم شي خو ولی دا زور باید نور هم زیات شي.
د بنګلادېش بهرنې چارو وزیر خبریالو سره په یو خبر کې چې پرون خپور شوي وایئ: د ملګرې ملتونو سازمان د راپور له مخې له ۲۵ اګست نه چې د روهنیګیا مسلمانانو خلاف تاوتریخوالی ته په میانمار کې زور ورکړلې شوي له ۵۲۰ زرو نه زیات کسان بنګلادېش ته راغلې او یواځې په یوه ورځه کې ۴۰ زره مسلمانان یواځې بنګلادېش ته راغلې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3651237