د ایکنا راپور له مخې، د کفیل نړیواله چینل ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت عباس علیه السلام زیارت سره تړلې قرآن موسسې مشر شیخ جواد نصراوي، په کربلا کښې د سپېڅلې دفاع فتوا جشنوزمی په لومړۍ ورځ، د عراقی ماشومانو ځانګړې امیر القراء قرآنی طرحې شورو کېدو خبر ورکړو.
هغه د دې طرحې پر اهمیت تاکید سره چې د حضرت عباس علیه السلام زیارت سره تړلې قرآني موسسې له اړخه پیل کېږي، څرګنده کړه: دا طرحه په عراق کښې د ځوانانو قرآنی استعداد سره روزنې هدف سره او د حضرت عباس علیه السلام د زیارت سره تړلې قرآنی موسسې حافظانو او قاریانو روزنې مرکز څارنې سره پیل کېږي او د تیرو کلونو تجربه به د دې پروژې بریا ښیي.
همدارنګه په کربلا کښې د سپېڅلې دفاع جشنوزې په لومړۍ ورځ به، د قرآن کریم سره د انس محفل سره د یو شمېر عراقي ماشومانو قاریانو تلاوت لکه د محمد عباس، نجم کامل او علی نجم پيل کېږي او دا عراقي قاریان به د الله د کتاب له آیتونو تلاوت کوي.
یادښتونه، د امیر القراء قرآنی طرحې درېمه دوره تېر کال پیل شوي وه چې د ماشومانو قاریانو روزنې موخې سره د یوې ورځې لنډې مودې لپاره پیل شوې وه.
دا طرحه د عراق د ټولو ولایتونو لومړني او ثانوي ښوونځي ماشومانو لپاره د اوړې تعطیلاتو نه په ښه توګه ګټه اخیستلو او د ماشومانو قاریانو تیارولو او د هغوي روزنې کولو سره د ښه تلاوت روزنه ورکولو لپاره پیل کېږي.