له واس څخه په نقل، د عربستان د داخلې چارو وزارت یوې سرچینې خبر وکړ چې له کرونا ویروس سره مقابلې لپاره په خپلو ښاریزو او په دغه هیواد کښې میشته بهرنیو خلکو باندې د عمرې او د مسجد النبي په زیارت بندیز لګولې ده.
دغې سرچینې ټنګار وکړ چې دا بندیز لنډمهاله دی او د حالاتو بیا ښه کېدو او د ویروس خطر لرې کېدو وروستو به ترپایې ورسېږي.
د دې سرچینې زیاته کړه: د ویروس له خپرېدو مخنیوي کولو له کبله حرمین شریفین ته د مسلمانانو په تګ بندیز لګیدلی دی.
عربستان تراوسه په دغه هیواد کښې د یو کس په کورونا د ککړیدو خبر ورکړی.
3883310