ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړد لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... د حزب ا... غورځنګ د وخت دعمومی منشي سیدعباس موسوي د شهادت دکلیزې په مناسبت بیګاپه یولړ څرګندنو کې ددې خبرې په کولو سره چې حضرت امام خمینی د سیمې تر ټولو سرکشه امپراتوري یعني پهلوي رژيم نسکور کړ او امریکا او صهیونیسټي رژيم ئې له ایرانه وشړل ، ووئيل ، دایران اسلامی انقلاب د یوې معجزې په څير دی .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي له امام خمینی سره د سید عباس موسوي شهید ډیرې مینې ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ، د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په بهیر کې درسته نړۍ د حضرت امام خمنیی له غورځنګ سره غږمله وه .
سید حسن نصر ا...په دغو څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې وحشي صهیونیسټي رژيم موقتي او مخ په ځوړتیا دی،د اسرائيلو لپاره ئې د موقتي رژيم ؛ له کلمې څخه داستفادې په باب په سوشل میډیا کې د له وړاندې شوي پیشنهاده ملاتړ وکړ .
حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې داسرائيلو دنابودۍ په موضوع کې یوازې د وخت بحث مطرح دی ، زیاته کړه ، د صهیونیسټ رژيم د اخلی حالات او درست نړیوال بدلونونه ،ټول د اسرائيلو دنابودۍ ځیری ورکوي او مونږ دهغه بهیر ،معادلې ، چورلیز او شرائطو یوه برخه یو چې حتما به راورسیږي . مقاومت نن سبا له بل هر وخته لاپیاوړی دی او دمقاومت حقیقي هدف ،عدالت او سوله ، له خلکو ملاتړ ، د آزادۍ، وطن ، امت او مقدساتو دفاع ده .