IQNA

ایران د آرش دګیسو له مشترکوزیرمو څخه د استفادې حق محفوظ ساتی

17:35 - March 26, 2022
د خبر لمبر: 3485595
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعیدخطیب زاده دګیسو ددغو ګډو زیرمو  په باب د عربستان او کویت  ترمینځ دنوي  اعلام شوي موافقې په باب چې  د ایران ونډه هم پکې ددغو هیوادونو هومره ده ، ووئيل ، د آر/ الدوراء د  ګیسو میدان ، د ایران ، کویت  او عربستان ترمینځ یو مشترک میدان دی ، او  ځيني برخې ئې  د  ایران او کویت ترمینځ د  مشترکو حدودو په سمندري برخې کې دي .

 ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د آرش /الدوراء د ګیسو د ګډو زیرمو په باب دعربستان او کویت ترمینځ د نوي اعلان شوي موافقې باندې په غبرګون کې ټينګار وکړ،د ګیسو له دغه ګډو زیرمو  څخه د استفادې لپاره  د ایران حق  خوندي دی .

خطیب زاده دګیسو ددغو ګډو زیرمو په باب د عربستان او کویت  ترمینځ دنوي  اعلام شوي موافقې په باب چې  د ایران ونډه هم پکې ددغو هیوادونو هومره ده ، ووئيل ، د آر/ الدوراء د  ګیسو میدان ، د ایران ، کویت  او عربستان ترمینځ یو مشترک میدان دی ، او  ځيني برخې ئې  د  ایران او کویت ترمینځ د  مشترکو حدودو په سمندري برخې کې دي .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي  ووئیل ،د نړیوالو مقرراتو او قواعدو په اساس  ددغه میدان یا زیرمو، په استفادې اوپراختیا کې هر ډ ول اقدام  باید د هردرو واړو هیوادونو په غږملتیا او ملګرتیا سره ترسره شي او د ملګرتیا د یوه سند په چوکاټ کې د عربستان او کویت وروستی اقدام،له مخکې ترسره شوو خبرواترو او روانو مقرراتو سره په توپیر کې  او غیر قانوني دی  او د میدان پر حقوقي وضعیّت هیڅ اغیزې نه شیندي  او د ایران دا سلامی جمهوریت  له خوا نه تائيدیږي .هغه ووئيل،اسلامی ایران  هماغه ډول چې  په کرتو ئې وئيلی دي تیار دی څو له ګاونډیو هیوادونو،کویت او عربستان سره له ګډو زیرمو څخه  د استفادې دڅرنګوالي په باب خبرې اترې وکړي .

د آرش ګیسو میدان یا زیرمې،د ایران د ګیسو یوه هغه میدان دی چې د فارس خلیج په شمال او د ایران د جنوب په هرمزګان ولایت کې دی .د ګیسو دغه زیرمه  په ۱۹۶۷کال کې کشف شوي او ورڅخه استفاده  هم  په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوه . د ګیسو دغه میدان ، له کویت او عربستان سره د ایران د ګیسو یو ګډ میدان دی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113892

captcha