IQNA

د قرآن تلاؤت ،آوریدونکی باید عالم غیب ته متوجه کړي

15:13 - July 16, 2022
د خبر لمبر: 3485988
ایکنا-(تهران)پکار ده قرآن کریم په  زړه پورې غږ سره تلاؤت شي ، خو  مقصد داسې غږ دی چې انسان  عالم غیب ته متوجه کړي ، نه دا چې مقصد یوازې د غږ تکتیکونه او په غږ کې ظاهری ښکلاوي  وي .

ددې لپاره  چې قرآن د یوه قاری  قرآئت له اغیزشیندنې سره یوځاي وي،ددین لویانو ډول ډول لارې چارې مطرح کړي دي.غوره دا ده چې انسان قرآن کریم له دې اړخه تلاؤت کړي چې حکم ورکړل شوی دی چې «فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ»

(مزمل سوره=20)، ځکه چې د قرآن قرائت پخپله د نورو بشبړونکوحرکتونو لپاره یوه زمینه ده.په نتیجې کې نظر دا دی چې دقرآن له مفهمونو سره انس او مینه پيدا شي او دقرآن معارف پخپل روح کې ونغړي،او له دې مرحلو وروسته، په هغو مفهومونو باندې دعمل کولو ضرورت ته وارد شي،چې ترلاسه شوي  او په دې زمینې کې هڅه وکړي .

حضرت امام علی علیه السلام په یوه ځاي کې فرمائي؛دخداي کتاب یاد کړئ،ځکه د موعظې تر ټولو ښه اوبلیغ ګفتار دی اوهڅه وکړئ چې په دې کې فقیه شئ، ځکه چې قرآن د زړونو پسرلی دی او پسرلي زړونه ژوندي کوي او کله چې پسرلی راځي،نو دخزان موسم له مینځه ځي،له دې مخکې چې انسان قرآن کریم ته رجوع وکړي ، او ورته وارد شي،په خزان او ځوړتیا ککړ وي او په یوه  ننني تعبیر سره،له سټریس سره مخ وي او دا قرآن دی چې  انسان ژوند او تاند ساتي.

وئیل شوي دي ،قرآن چې تر ټولو ښه ګفتار دی، په تر ټولو ښه و په زړه پورې غږ سره ئې قرائت کړئ  او تر ټولو ښه غږ  هغه غږ دی چې  مونږ عالم غیب ته متوجه کړي او  مقصد ظاهری غږ او نور موقتي فارمولې  مقصد نه وي .

البته دا هم ښه ده،خو کله لیدل کیږي،ځیني الهي والیان کله قرآن کریم په ساده غږ سره او په ترتیل سره قرائت کوي،نو په روح ډیرې اغیزې شیندي چې دغه غږ،د آواز ترټولو ښې  محتوا  لره دی.

په تلاؤت کې ظاهری  احساسات باید په معنوي احساساتو بدل شي .

داسې احساس چې کله کله د قرآن کریم د تلاوت  په مجلسونو کې ئې شاهدان یوو، باید باطني احساس رامینځةکړي او آوریدونکی اوقرائت کونکی بایدپه ځان کې یو روحاني او معنوي حالت درک کړي. په روایتونو کې هم سپارښتنه شوې ده چې قرآن کریم په حزن او سوز سره ولولئ، دحزن او سؤز خاصیّت هم دا دی چې انسان فکر کولو ته اړباسي .

رسول الله بزګوار(ص)  فرمائي؛ «إِنَّ الْقُرْآنَ نَزَلَ بِالْحُزْنِ؛  قرآن په سوز او تفکر سره نازل  شوی دی::په دې معنا چې دقرآن نزول دداسې بدلون لپاره دی چې مونږ خپل ځان ته او هغه  مقام ته متوجه کړي ، چې  خدای تعالی د مونږ لپاره ټاکلی دی.دغه  سوز،آداب او تفکر دهغه حالت په شان دی چې انسان په ټوله ورځ  کې کار کوي ،خو نه پوهیږي،چې نتیجه به ئې څه وي،په نتیجې کې دغه د سوز او تفکر اندیښنه رامینځةکیږي .حقیقي سوز ا،آداب او تفکر په حقیقت کې په دې کې اندیښنه ده چې انسان فکر وکړي او وویني،دغه وجودي سوز ئې کوم ځای ته رسیږي ، قرآن کریم دغه  وجودي سوز دمونږ لپاره  بیانوي .

https://iqna.ir/fa/news/3667781

captcha