IQNA

د حسینی اربعین ځانګړنې

حسینی اربعین باید د شیعیانولپاره مخصوص نشي

9:11 - September 05, 2022
د خبر لمبر: 3486181
ایکنا-(تهران) د اسلامي کلتور او لیدتوګې دڅيړنیز مرکز دعلمي پلاوي یوه مسئول ددې خبرې په کولو سره چې حسینی اربعیّن له موجود لویدیځي تمدن سره یوشان وړتیاوې لري ،ووئيل،باید حسینی اربعّین یوازې شیعیانو ته مخصوص نشي حتی دکافرانولپاره هم باید جذبونکی شي.

ایکنا خبري آژانس راپورراکړ، داسلامی کلتور اولیدتوګې د څيړنیز مرکز دعلمي پلاوي یوه مسئول مقام حجةالاسلام  سید سجاد ایزدي پرون د ؛حسینی اربعیّن او تشیَع نړیوال راتلونکي ؛نومې سمینار کې چې په قم کې ترسره شو،ووئيل،کله  هم اربعیّن دعاشورا له اړخه و کله هم  له خپله اړخه دبحث وړ دی .په روایت کې بیان شوې ده  چې د مومن پنځه نښې دي چې  یوه نښه ئې د اربعین نمانځنه بیان شوې ده  او لکه څنګه چې له دغه اربعیّنه  مراد او مقصد،روښانه نه ؤ،نو وروسته د اربعیّن زیارت  مشخص کړ.

سید سجادایزدهي ددې خبرې په کولو سره چې حسینی اربعیّن خاصې ځانګړنې لري چې نه یوازې مختلفې دي ،بلکې ممتازې اوغوره هم دي ووئيل،ټول پوهیږي چې لویدیځي تمدن پخپلوټولوجذابیتونوسره سره ، په ځوړتیا دی او طبیعي خبره ده په دغه تاریخي پیج کې به نور تمدنونونه هم راشي او لاړ به شي  او هر یو مشخص وخت او مکان لري ، یوه وخت مونږ هم نیم بنده اسلامی تمدن درلود، او تر ډير وخت پورې هم ؤ  او وروسته له هغه لویدیځي تمدن د هغه په ځای راغی او تر دې دمه هم شته دی .

ښاغلي ایزدهي  زیاته کړه ، حسینی اربعین  له موجوده لویدیځي تمدن سره  مقابلې قدرت لري او  په داسې اصولو مشتمل دی چې تل پاتیکیدا، انسجام  او له بقا برخمن دی او البته په یوه تمدن هم بدل شوی دی  او عیني مثالونه او رابرسیره کیدا ئې له ورایه ښکاري. لویدیځي تمدن د اومانزمپر چورلیز او دانسان  پخپله جوړ شوي بنیاد  ولاړ دی او نتیجه ئې له ډول برخمنیدا سره سره په ټولنې کې د انسان تنهائي ده.

د اسلامی کلتور او لیدتوګې دڅیړنیز مرکز دغه مسئول مقام ووئيل،په حسینی اربعیّن کې  انسان  پخپل شکل  او بڼې کې شتون لري او څه خاص انداز او بڼه نه لري ،بلکې هرڅه  ډله ایز دي . ددې په ترڅ کې چې  انساني هویّت هم ساتل کیږي.په یوهیړ څو میلیونه انسانان  په یوه سفر روانیږي او په عمل کې  ډير کارندوالی لري ،په حج کې وینو چې  درې میلیون کسان په ډير سختۍ سره سنبالیږي او په مدیریّت کې ډيرې ستونزې راولاړې کیږي او کله کله خو په ځينو پيښو کې په سلګونو خلک خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، او د ګند او استعمال شوو شیانو غونډول ئې هم یو لړ مشکلات راپنځوي  خو په حسینی اربعین کې  له حکومتونو ورتیر هر څوک دبل خدمت کوي او میلمه پالنه  او احترام .البته باید ووئيل شي، چې په دغه میلیوني سفر کې ممکنه ده په څنګ کې روان کس هم دیوه بل له ملیّته خبر نه وي ،خولکه د مشر او کشر ورور په توګه د یوه بل احترام اوانسانیّت خوي له کبله مینه ناک او په زړه پورې سفر کوي.

هغه په عین حال کې روښانه کړې ده،که ټاکل شوي وي دشیعه تمدن بنیاد په درستې نړۍ کې خور کړو،لکه څنګه لویدیځي تمدن هر چرته ریښې ښخې کړي دي ،نو باید داسې کار وکړو چې دحسینی اربعین ښکارنده همدغو څو اونیو ته محدوده نشي او دټولو لپاره  ئې دپراختیا،جذابیّت اوخوریدا امکان برابر شي ،دا د حضرت امام حسین علیه السلام  غوښته ده، خو باید د یوه بل خدمت کول ،صداقت ، یوشان والی ،سرښيندنه او تکافل ،عدالت، احترام او انصاف او عشق یوازې دغو شپو ورځو ته  محدود اوځانګړي نشي .

دغه څيړاند ټينګار وکړ، دغه دستورې باید یوازې شیعه چورلیز او شیعه مدار ته محدودې نشي ،باید جذبونکي شي، او بایدددې لپاره  روده او ځانګړنې رابرسیره کړو څو په غالب فرهنګ او کلتور بدل شي،لکه څنګه چې دخپلو ځانګړنو په اساس پر مخ روان دی او د هر نسل او توکم انسانان ځان ته جذبوي .ددې کار ظرفیّت اواساس شته دی،خوباید لارې اورودې ئې روښانه کړو.اوس په ځينو هیوادونو کې  خلک سره غونډيږي  څو پریوه بل دټماټرو ګوزارونه وکړي  او یا دغواګانولوبې وکړي ،مونږولې  دحسینی اربعیڼ ښکارنده له دويزیاته جذابه نه کړائ شو چې حتی کافران هم ورته جذب کړئ شي؟ فضا بایددومره انساني اوجذبونکي شي  چې دهرنسل اوهر دین  او توکم  خلک ورته ګروهنه وښئ.

هغه ووئيل،حسینی اربعیّن له کوم حکومت ،هیواد، ولس  او اجتماعی کړچار  ورتیر او جذبونکی شي او دا کلتور هر خوا ته او هر ټاټوبی ته خور شي او دا منطق عملا  له هر منطق ،ځای او جغرافیې  ګوټ ګوټ ته پراخ شي، او دنیا ته دحسینی پاڅون  او سرښيندنې نندارې وړاندې شي او دانسانیّت اصلی بڼه  ورښکاره شي .

https://iqna.ir/fa/news/4083240/%D  

captcha