ایکناخبری آژانس دالمینار له قوله راپور رکړ،دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو یارانو دڅلویښتۍ یا اربعیّن په شپه او ورځ له درستې نړۍ څه دپاسه یویشت میلیون حسینی عزادارو او مینه والو د سپيڅلی حرمین او شاوخوا کې ویر او ماتم وکړ او خپله مینه او عشق ئې نندارې ته وړاندې کړ.
په راپورونو کې وئيل شوي دي چې د نړۍ له اتیاؤ هیوادونو څخه د حسینی اربعیّن په دستورو کې څه دپاسه یویشت میلیون مینه والو او عاشقانو ګډون کړی او له امام حسین علیه السلام سره ئې خپله مینه او عشق څرګند کړی، چې دغې چارې او پرتم او ورورولۍ او سرښیندنې او خدمت درست نړیوال حیران کړي دي .
په دې مناسبت یو انځوریز راپور هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.