IQNA

په مصر کې د ؛شیخ الازهر ؛نومې قرآنی سیالۍ ترسره کیږي

16:09 - October 18, 2022
د خبر لمبر: 3486336
ایکنا-(تهران) د دمصر دالازهر د مدرسو ادارې برخې،د شیخ الازهر نومې قرآني کلنیو سیالیو کې د برخه اخستونکو لپاره د نامو د ثبتولو نیټه اعلان کړه .

ایکنا خبری آژانس د صدای البلد له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ هر تعلیمي کال کې د الازهر د مدرسو د زده کونکو ترمینځ د شیخ الازهراحمد الطیب په څارنې سره ترسره کیږي.

د الازهر د مدرسو د ادارې مسئول په وینا،په دې برخې کې د قرآن کریم د چارو هره عمومی اداره ، ددغو سیالیو  د ترسره کیدا مسئولیّت په غاړه لري او  دغه سیالۍ د مصر په ټولو ولایتونو کې له دغه مرکز سره داړونده ادارو په غږملتیا سره ترسره کیږي. د الازهر د مدرسو دچارو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،سږکال سیالۍ په درستې نړۍ کې ترسره  کیږی چې  له ترتیل او حسن تلاؤت سره یو ځای د ټول قرآن کریم حفط کول، د قرآن کریم حفظ، له توبې سورې رانیولې د ناس سورې تر پاي پورې د قرآن کریم  د شلو سپارو حفظ کول او له عنکبوت سورې تر ناس  سورې وروستیو پورې د قرآن کریم د لسو جزؤ حفظ پکې شامل دی .

همداشان ګډون کونکي باید دالازهر مدرسو یا له دغه مرکز سره د اړونده د قرآن دحفظ مرکزونو او مدرسو زده کونکي وي او دګډون کونکو عمر هم باید له اتلسو کلونو زیات نه وي.  

د  د لومړي مرحلې ګټونکي لپاره د مصر یو لک پونډ جایزه ، او په څلورمې سوئې کې د وهم ګټونکي لپاره دوویشت زره مصري پونډ جایزه ورکول کیږي. دغه سیالۍ په مصر کې او د نړۍ په سویه د لابرلاسه قرآني وړتیاؤ د پيژندګلوۍ لپاره  یو مرکز پيژندل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4092384

captcha