IQNA

په پاکستان کې د قرآني هنري آثارو ځانګړی نندارتون ترسره شو

18:54 - December 15, 2022
د خبر لمبر: 3486606
ایکنا-(تهران)د پاکستان یوه هنرمند د قرآن کریم د آيتونو په موضوع سره په اسلام اباد کې د قرآني آثارو یوپه زړه پورې نندارتون ترسره کړی چې خلکو ئې تود هرکلی کړی دی.

ایکناخبری آژانس د اردو پوائينټ له قوله راپور اکړ، دغه نندارتون پرون چارشنبې ورځې د ملی فرهنګ او میراث او دعمومی او سیاسی چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار امیر مقام په شتون سره افتتاح شو.

په دغه نندارتون کې چې د پاکستان د ملی میراثااو کلتور  ادارې(NH&CD)  کې ترسره شو، هنرمند خان شهنواز  ملحي  دقرآن کریم په ایتونو پوښل شوي فرشي تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي.

په دغو دستورو کې د پاکستان د لومړي وزیر دسیاسی چارو سلاکار امیر مقام پخپلو څرګندونو کې ووئيل، ددغه نندارتون په لیددو سره  مو نن ډير معنویّت احساس کړ. دملی میراث او کلتوري  چارو اداره،د اسلامی خوشخطۍ د دودولو لپاره په اساسی اقداماتو لګیا ده .

دغه نندارتون د لیدونکو او همداراز بهرنیو استازو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی.

خان شهنواز ملحي  دپولیسو یو ریاټرډ شوی پلټونکی  دی او  د قرآن کریم ددرستو سورو او آیتونو د اوبتلو لپاره له ځانګړی ټکنیکه ااستفاده کړې ده او له کابو اته زره   پنسلونو ئې استفاده کړې ده. هغه دغه هنر هغه مهال زده کړی چې په زندان کې  کله  بندیان د لاسۍ صنائعو په برخې کې د فرشتونو په اوبتلو بوخت وو.

دغه هنرمند وائي، دغه مهارت د هغه لپاره ډير جالب ښکاره کید. پر دې اساس ما هم وغوښتل دغه هنر لاپراخ کړم . لهدې مخکې هیچا قرآن کریم په لاس سره په فرش کې په اوبتنې سره نه دی لیکلی. په ستنې سره په ګنډلي بڼه ، د ګلدوزۍ په بڼه  دقرآن لیکل  شته ،خو دا لومړی ځل دی چې چا دقران آیتونه په لاس سره په فرش یا قالینې کې د تارونو په وسیله اوبتلی وي. دغه هنرمند وائي، د تارونو اوبتنه ډیرمشکل کار دی  او ډير زیات وخت اوصبر ته اړتیا لري،هم ډیر زیات لګښت لري، ما د قرآن ټول آیتونه  په لسو کلونو کې په قالینې کې  په لاس سره ولیکل. هغه مواد چې ورڅخه مو استفاده کړې،هم ډير ګران دي  او کابو درې میلیون روپۍیعني کابو شپاړس زره ډالره خرڅه پرې شوې ده.

شهنواز ملحي توضیح  ورکړه،د قرآن کریم یوه صفحه تر درو ورځو پورې وخت اخلي څو اوبتنه ئې وشي.دا یو حیرانونکی او ځانګړې روده ده،البته که  کومه تیروتنه وشي، نو بیا دجبرانیدو نه ده او باید ټول کار له اوله پيل شي.

ددغه هنرمند مختلف هنري آثار د هغو کسانو توجه وړ دي چې تیار وي ، د هغه د هنري آثارو داخستولپاره ډيرې زیاتې پیسې  ورکولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4107220/%D8

captcha