IQNA

پاکستان کښې د مرستو د ویش په وخت په ګڼې ګوڼې کې۱۱ تنه مړه شول

14:40 - April 01, 2023
د خبر لمبر: 3487118
ایکنا-(تهران)د پاکستان پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کښې د مرستو د ویش په دوران کښې د ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان مړه شوي دي

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان خبري سرچینو لیکلي چې تیر ماښام له روژه ماتي لږ مخکښې د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې په اړمنو کسانو د مرستو د ویشلو په دوران کښې  د ګڼې ګوڼې له امله دغه پيښه رامینځته شوې ده.

د پاکستان پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کښې د مرستو د ویش په دوران کښې د ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان مړه شوي دي

د پاکستان پولیسو له دې پیښې وروسته وویل چې د ګڼې ګوڼې او ټیل ماټیل له امله لسګونه کسان هم زخمي شوي دي.

ځینۍ رسنۍ بیا وايي چې دا پیښه د مرستو د ویش په ځاې کښې د اوبو اودریدو او له امله یې د بریښنا د کرنټ په وجه رامینځته شوې ده او د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال هم شته دی.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130468

captcha