ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان د پلازمینې کابل ښار د ښوونکو او د لیسو د مدیرانو د همفکرۍ په غونډه کښې چې پرون په دغه ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري صلاح مشورو سره ترسره شوې، د دواړو هیوادونو د روزنیزې ملګرتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
په راپور کې وئيل شوي دي،د دغې غونډې موخه چې د کابل ښار د لیسو د کابو دوو سوو معلمانو او مدیرانو په شتون سره ترسره شوه، د کلتوري او تعلیمي ملګرتیا د زیاتولو او د روزنیزو مهارتونو د لوړتیا لپاره د مختلفو لاروچارو څیړنه وه.
د کابل معلمانو او د ښوونځیو مدیرانو په دغې غونډې کښې د ښوونې د تجربو په تبادلې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د روزنیزو ملګرتیاؤ د سطحې په لوړیدو تاکید وکړ.
په دې موقع د ایران د سفارت د کلتوري چارو صلاحکار وویل چې که د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وغواړي نو مونږ تیار یو چې ښوونیز او مرسته کوونکي کتابونه افغان ښوونکو ته ورکړو.