IQNA

ه پاکستان کې د اسلام سپکاوی کونکی یو چینی ښاریز وینول شو

11:22 - April 20, 2023
د خبر لمبر: 3487222
ایکنا-(تهران) د پاکستان پولیسو یو چینی  د اسلامی مقدساتو ته د سپکاوي اود پیغمبر اکرم(ص) د حرمت د نه ساتلو په تور ونیول شو.

 ایکنا د ۲۱عربی چینل له قوله راپور راکړ، د پاکستان پولیسو یو چینی ښآریز  د اسلام  او داسلام د ګران پیغمبر په شان کې د ګستاخئ اوسپکاوي په شک ونیول شو.

پولیسو په یوې خبرتیا کې ووئيل، ددغه کس نامه تیاّ ن  او د چین اوسیدونکی دی . هغه د یکشنبې په شپه  له دې څو ساعته وروسته د هغو په سلګونو  کارګرانو او د سیمې  اوسیدونکو  چې د ډیمونو دجوړولو او  د تشو د ډکولو په پروژو کې ئې  کار کاوه، یو تسر اصلي سړک ئې بند کړ او  دهغه دنیولو لپاره ئې غونډه وکړه، ونیول شو.د ځاي پولیسو دم شر ناصر خان په وینا،دغه اعتراضیه غونډې له افغانستان  سره په پولې کې له  داسو ډیم سره  نزدې په واقع کومیلا ښار کې ترسره شوه. دغه  چینی ښاریز  په مقدساتو ته د سپکاوي له تونیدا وروسته  د پولیسو په سختو امنیتی تابیاؤ کې ساتل کیږي او نامعلوم ځاي ته منتقل شوي دی.

 د پولیسو دغه افسر  زیاته کړې ده ، پولیسو ددغه چیني ښاریز  په نیولو سره غبرګون وښود او ددغې پيښې په بیانولو کې ئې ووئيل،دغه تورونه د کار په ځاي کې  د  هغه اختلاف له امله  دی چې پکې دوه ځاي ډرائيوران  د  د لمانځه لپاره د ډير زیات وخت دتیرولو په پلمه  هغه دوه کسان رټلی  دي. وروسته کارګرانو هم ومنله چې  هغه د پیغمبر  ارم په شان کې ګستاخي  کړې ده.

 د پاکستان ځاي پولیسو  ووئيل چې تیاّن  په دغې پروژې کې د درندو ټرانسپورټي ګاډو  مسئول  دی. په داسې بڼه  کې چې  پلټونکي ئې ثابته کړي ،هغه د اسلام سپکاوی کړی دی، د مقدساتو د سپکاوی قوانینو لاندې به له قانوني لارې چارې سره مخ شي.

د ټولنیزو رسندوئي د رسیندوئي فعالانو، په سوشل میډیا کې  ځيني کلیپونه خپره کړي دي چې ښئ ، یوه ډله  اعتراض کونکي کارګران په کومیلا  کې د چینیانو او پاکستانیو کارګرانو له ودانۍ  په بهر کې  سره غونډ شول  او مظاهره ئې وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4135315

 

captcha