IQNA

د اروپا دارالقرآن ؛د قرآني معارفو په انټرنیټي ښونې او روزنې کې مخکښه اداره ده

7:05 - May 04, 2023
د خبر لمبر: 3487282
ایکنا-(تهران) د اروپا دارالقرآن موسیسې ، یوه لسیزه مخکې په درستې نړۍ کې مینه والو ته د قرآني معارفو دښونې او روزنې په موخې سره کار پيل کړ. ددغه مرکز د ښونې او روزنې په برخې کې فعالیتونه  په  لسګونو هیوادونو کې د لسګونو زره خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي.

د اروپا دارالقرآن موسیسې یوه مسئول عبدالحمید کاظمي  له ایکنا سره په خبرو کې  ددغې موسیسې د مخینې په باب ووئيل، د اروپا دارالقرآن په ۲۰۱۲کال کې په انګلستان کې په انګریزي ژبه د قرآن کریم د ښونې او روزنې په چورلیزتوب سره کار پیل کړ.، اوس له کابو دولسو کلونو تیریدا وروسته دغه موسیسه په اسپانیولي، فرانسیسي،آنګریزي ،هالنډي  اوعربی پنځو ژبو  کې د قرآنی ښونې خدمات وړاندې کوي او تر دې دمه ئې په دغو ژبو کې  مختلفو هیوادونو  کې د قرآن زده کونکو ته د تفسیر، حفظ،تجوید او لوستنې د مختلفو دورو په ترسره کولو کې بریالئ شوې  ده.

کاظمي په دوام کې ووئيل،د مونږ مخاطبان د نړۍ په یوسل نوي هیوادونو کې دي او مونږ تر دې دمه څه دپاسه درې زره فارغ التحصیلان لرو اوپه مختلفو هیوادونو کې ۲۵ځاي نمایندګان  هم لرو  چې د موسیسې په کارونو بوخت دي. همداراز  په هر هیواد کې  او په هیوادونو کې ددیره ټيمونو په وسیله په هره ژبه  په هر یوه هیواد کې اویا تخصصي پړاؤنه د ځاي کارپيژاندو په وسیله ترسره کړي چې په اسلامی نړۍ کې یو ځانګړی  کار دی .کاظمي دغه راز زیاته کړه،دغې موسیسې په درستې نړۍ کې د ماشومانو لپاره  هم ډير قرآني پروګرامونه  اجرا کړي دي.

 کاظمي ددغې موسیسې د بودجې د تامینونکي سرچینې په باب  هم ووئيل؛دمونږ موسیسه په بشپړ ډول خصوصي ده و د موسیسې  داخلی اقتصادي سسټم او خیریّن  لګښتونه تامینوي. هغه دغه راز ووئيل، مونږ په دغې موسیسې کې په انګریزي ژبه اویا قرآني تخصصي دورې لرو ، د مونږ په  دورو کې   له تجوید اوتفسیر څخه رانیولې  د اسلامی ژوند تر سټآیل او د قرآني چارو د  استاد او مدیر تر روزنې پورې پکې شاملیږي.

دغه قرآنی فعال په دوام کې زیاته کړې ده ، دغه موسیسه د بین الادیاني  پروګرامونو په زمینې کې  هم ډيره فعاله ده.

دارالقرآن اروپا

عبدالحمید کاظمي دغه راز ووئيل،د ښونې په پړاؤونواو بهیرونو کې د (LMS)  د ښونې دمدیریّت له سسټمه استفاده کیږي چې  د حرفه وي استاذانو په وسیله  د ورځې  له ماډرن نرم آوزارونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي.

کاظمي صیب په پاي کې ووئيل، دمونږ ښوونکي او روزونکي تعلیمي محتوا او ویب سایټ کارونه او فعالیتونه، سوکه سوکه د نیم وخت او ټول وخت په اساس ، د څه دپاسه شپیته  انګیزه لرونکو اوزیارکښو همکارانو ټیم په وسیله  چې د انګلستان، امریکا،عربستان ،فرانسې،آئرلینډ ،هندوستان،پاکستان وروسیې پشمول له لسګونو هیوادونو څخه دي ترسره کیږي  او هماغه راز پراختیا ورکول کیږي، همدااوس  هم زمونږ په   www.DarulQuran.co.UK     ایډریس باندې  ویبا سایټ دمینه والو په خدمت کې دی.

https://iqna.ir/fa/news/4137633

 

captcha