IQNA

په قم المقدس کې د فاطمیون لښکر نړیوال سمینار ترسره کیږي

6:19 - May 09, 2023
د خبر لمبر: 3487307
ایکنا-(تهران) د نړۍ د اویاؤ ملیّتونو د رهبرانو،قوماندانانو او ځوانانو په شتون سره د فاطمیونود کنډک  نړیوال سمینار نن د قم المقدس  په امام موسی کاظم(ع) د علمیه مدرسې د غونډو په هال کې ترسره کیږي.

ایکناخبری آژانس له قمه راپورراکړ،د فاطمیون لښکر دتاسیس د کلیزې په مناسبت  ددغه لښکر نړیوال سمینار، د ؛فاطمیون او نوی نړیوال نظم ؛په عنوان سره  د نړۍ د اویاؤ ملیّتونو د رهبرانو،قوماندانانو او ځوانانو په شتون سره سبا د غواي د میاشتې په شلمه نیټه چارشنبې  ورځې  د ماښام او ماسختون له لمانځه وروسته د قم د امام موسی کاظم (ع) دعملیه مدرسې دغونډو په هال ې ترسره کیږي.

د عراق دعهد الله  غورځنګ عمومی منشي حجةالاسلام سید هاشم الحیدري او د فاطمیون لښکر لښکر قوماندان  سید الیاس  ددغو دستورو ویناوال دي .

یادونه کیږي، ددغو دستورو په دوام کې چې   شباب المقاومه نړیوالې جبهې له خوا ترسره کیږي، د اهل بیت عصمت وطهارت علیهم السلام یو مداح او د شهید زوی  مهدی رسولی به هم مداحي وکړي.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4139571

captcha