ایکناد عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغه هیواد د انتخاباتو سیالیو په پاي سره د استانبول په آیاصوفیه جامع جومات کې د ترکیې دلسګونو زره خلکو په ش تون سره د ماښام او ماسخوتن لمون ادا کړ او ورسره ئې دقرآن کریم تلاؤت هم وکړ.
په دغو دستورو کې د ترکیې دپارلیمان مشر، د کورنیو چارو وزیر د کلتور اوټوریزم وزیر او دغه راز نور د عدالت او پراختیا ګوند ډيرو مسئولانو هم شتون درلود.
په هغه ویډیوئي کلیب کې چې په رسندویو کې خپور شوی دی، د ترکیې ولسمشر ارودغان د بقرې سورې د لومړنیو آیتونو د لوستو په وخت ښئ، په داسې حال کې چې په ټولینزو چینلونو کې کارؤنکي د رجب طیب اردوغان ددغه اقدام څخه د لمونځ ګوزارو دهرکلی او د تکبیر د شعارونو د پورته کیدا کلیپونه خپروي.
د ترکیې ولسمشرپه آیاصوفیه جامع جومات کې د لمانځه له قایمولو وروسته د لمونځ ګوزارو په ټول کې پخپلې وینا کې له مسلمانانو غواړي ،تل یوه بل ته لاس ورکړی او دیوه بل ملاتړ وکړي او د « وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا"» آیت په استناد سره ئې ټينګار وکړ چې درسته اسلامی نړۍ د تاسو د پيوستون او هغه څه پیروکاره ده چې په تیره بیا په ترکیې کې رامیځةکیږي.
د ارودغان اصلی سیال کمال قلیچدار ااوغلو هم خپلې انتخاباتي سیالۍ دترکیې د بنسټګر مصطفی کمال آتاتورک په مرقد په زیارتو کولو سره پاي ته ورسولې.