ایکنا القدس العربی له قوله راپور راکړ،په ښونځیو د جوماتونو د بدلولو په زمینې کې د مصر د یوه خبریال وړاندیزپه دغه هیواد کې په ټولنیزو چینلونو کې ستر جنجال راپورته کړی دی .
عیسی په خپل یوه ټیلیویژني پروګرام کې د ؛قاهره او خلک؛نومې چینل کې د قاهرې د خبرواترو په عنوان سره ووئيل،په مصر کې کابو یولک پنځوس زره جوماتونه دي او د ښونځيو د ګڼې ګوڼې د بحران دحل لپاره غوره ده چې دغه جوماتونه په ښونځیو بدل شي. هغه دغه خبرې د مصر د پارلیمان له یوه استازي سره په خبرو کې مطرح کړې ، خو دپارلیمان دغه استازی ایهاب منصور روښانه کړه، چې حکومت ددې جوګه دی چې د ښونځیو د ګڼې ګوڼې دختمولو لپاره نوي ښونځي جوړ کړي.
ابراهیم عیسی په مصر کې له چارواکو سره نزدې یوه مشهوره رسندويي څيره حسابیږي او ډيری دهغه څرګندونې یوډول د حکومت دریځونو بیانول ګڼي . هغه تر دې دمه ډیرې جنجالی خبرې کړي دي . له دې مخکې هم هغه د آذان دخپریدا دغوڅیدا غوښته هم کړې وه چې د ټوریسټانو د کړاؤ سبب کیږي.