IQNA

طالبان دې په افغانستان کې د محرم د دستورو درست محدودیّتونه ختم کړي

14:55 - July 23, 2023
د خبر لمبر: 3487673
ایکنا-(کابل) دافغانستان د شیعیانو ددینی عالمانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا پر طالب حکومت غږکړی چې له محرم میاشتې سره د اړونده دستورو د ترسره کیدا او د مذهبی بیرغونو د لګولو خنډ دې نه شي.

اکینا د مهر  له قوله راپور راکړ،د افغانستان اهل تشیّع ددینی عالمانو شورا په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د  دستورو په مناسبت  دلګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.

له افغانستانه رارسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي ، چې  دطالبانو حکومت  په دغه هیواد کې د محرم د میاشتې د دستورو لپاره یو لړ محدودیّتونه  وضع کړي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان په کابل کې ددغه هیواد دشیعه عالمانو د شورا بیړنۍ غونډه پرون  ددغه هیواد داهل تشیّع د لوړپوړو عالمانو او مخوَرو په شتون سره ترسره شوي او  دطالبانو له حکومته ئې غوښتي دي ، د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم کړي .

 د افغانستان د شیعیانو د عالمانو  شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا پر طالب حکومت غږ کړی چې له محرم میاشتې سره د اړونده دستورو د ترسره کیدا او د مذهبی بیرغونو د لګولو خنډ دې نه  شي.

په دغې ناستې کې یو شمیر دیني عالمانو له حسیني ویرجنو سره د طالبانو د امنیتی مامورانو تاؤتریخجن چلند او د کابل ښار له ځينو سیمو څخه د محرم په مناسبت  د لګول شوو بیرغونو لیرې کول ډیر افسوسناک بللي دي .

ددغې غونډې په پایزې اعلامیې کې  ټينګار شوی دی، د ویرجنو مسلمانانو دغوښتې په اساس ، د اهل تشیّع ټول عالمان له طالبانو غواړي ، چې د محرم دعزادارۍ د دستورو دترسره کولو په باب دې لګول شوي درست محدودیّتونه لیرې کړي او همداراز د عزادارۍ  د  هغو بیرغونو له نصبولو څخه  دې  چې په هر ځاي کې  د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د نښې په توګه لګول کیږي، مخه ونه نیسي.

د افغانستان د شعیه عالمانو شورا همداراز  په دغه هیواد کې د حسینی محرم د  دستورو پر بشپړ ترسره کیدا یو ځل بیا  ټينګار وکړ. او  پر طالبانو ئې هم غږ و کړ چې  د حسینی عاشورا او دمحرم د درستو دستورو  دترسره کیدا لپاره دې امنیت تامین کړي او پر خپلو مسئولیّتونو دې عمل وکړي.

https://www.mehrnews.com/news/5843771

captcha