IQNA

قرآني سورې/112

د خدای د توصیف لپاره یوه سوره

22:32 - September 06, 2023
د خبر لمبر: 3487918
ایکنا-(تهران)  په قرآن کریم کې په مختلفو سورو او آیتونو کې دخداي تعالی توصیف شوی دی ،البته  اخلاص سوره چې یوه لنډه سوره ده ،دخداي متعال یو بشپړ توصیف او صفت ئې وړاندې کړی دی.

د قرآن کریم یو سل دولسمه سوره ؛اخلاص ؛نومیږي . دغه سوره په څلورو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده.؛اخلاص؛ چې  یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې دوویشتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

 ددغې سورې بله نامه ؛توحید؛ ده . ددغې نومونې ددلیل په باب وظیل شوي دي ،لکه څنګه چې خداوندمتعال  په یوه واحد خداي بلل کیږي،؛توحید؛ نامه ئې غوره کړې او په دې دلیل چې  هغه محتوا ته توجه ،انسان له شرک څخه خالص کوي، او په دې پسې انسان  دجهنم له اوره ژغوري، دا ؛اخلاص ؛ نومول شوې ده.

ددغې سورې د نزول په باب راغلي د ي، چې مشرکانو له پیغمبر اکرم څخه وغوښتل څو خداوند توصیب کړي. دغه سوره د دوي دغوښتنې په ځواب کې نازله شوه چې یو لنډ توصیب او صفت البته  دخداي تعالی په باب یو بشپړتوصیف او صفت بیان شوی دی.

ددغې سورې په لومړني آیت کې راغلي دي ،؛  قل هو الله احد: ووایه  الله واحد او یو دی ::؛احد؛ یعني هغه ذات چې د زیاتولو او شمیرلو قابل نه وي  او دغه صفت یوازې دخداوندمتعال په باب استعمالیږي.

په دوهم آیت کې هم د خدای تعالی لپاره یوخاص صفت بیان شوی دی.؛ لله الصمد: الله بې نیازه دی؛صمد؛ د کامل  او دنورو داړتیاؤ ختمونکي په معنا دی. ټول موجودات هغه ته متوجه دي  او خپلې اړتیاوې  دهغه له لارې پوره کوي او یوازې خداوند دی چې  دغه ځانګړنه لري.

 په دریم آیت کې راغلي دي ؛ م یلد و لم یولد: نه زیږیدلی او نه هم زیږؤنکی دی؛.  دنیا ته راتلل او  او پيدا کول منونکي برخه ده  او له ترکیب پرته تصوّر نه کیږي، او هر مرکب  خپلو اجزاؤ ته اړتیا لري ، په داسې حال کې چې  خداوندمتعال ؛احد؛  او ؛صمد؛ دی  او همسر نه درلودل او بچي نه درلودل  د دغو دوو صفتونو دځانګړنو یوه برخه ده.

 په وروستي آیت کې هم  پر دې ټکي ټينګار کیږي چې خداوندمتعال هیڅ شبیه او  همشکل نه لري؛ ولم یکن له کفوا احد:  او هیڅوک د هغه همپله او همتا نه دی:

 ددغه آیت په اساس، په ذات کې داسې هیڅ موجود   دخدای  همپله  توانمنۍ او صفونه نه دي  او هیڅ شبیه او همشکل نه لري . له دې اړخه  چې که څوک په صفت او چلند کې د خداي په شان وي، نو پس  خداوند ته اړتیا  نه لري،په داسې حال کې چې د ؛صمد؛ دصفت د تعریف په اساس،ټول موجودات  دخداوند احساس ته اړتیا لري.

captcha