IQNA

صهیونیسټانو جعلي کارونه ددینی متنونو د تحریفولو له لارې تر خطرناک حده رسیدلي

5:25 - September 13, 2023
د خبر لمبر: 3487949
ایکنا-(فسطین) صهیونیسټانو پر عهد عتیق اوجدید باندې په  استناد سربیره  د مسلمانانو آسماني کتاب قرآن کریم ته هم اشاره کړې او مدعي شوي دي چې  د ؛اسرائيلو ؛نامه په کرتو په قرآن کې راغلي دی،خو  د فلسطین هیڅ  ذکر پکې نشته.داپه داسې حال کې دي چې د اسرائيلو کلمه د یوه هیواد په  معنا نه ده  او د نیواکګر رژيم د خوښې ماډرن دولت- ملت  په هغه شکل چې ئې پيژندو، ۱۵۰۰کاله مخکې هیڅ موجودیّت نه دیدرلودلی.

ایکنا د Palestine Chronicle  له قوله راپور راکړ، د فلسطین یو لیکوال  او د عربی نړۍ یو اجتماعي کرکتونکی جمال کنج په یوه یاددښت کې  دخپل وجودي هویّت د اثبات لپاره په دیني او تاریخي متنونو کې جعل کولو او  تاریخ جوړونې ته د صهیونیسټي یهودیانو هڅو ته اشاره کړې ده.صهیونیسټي یهودیان  په کلي توګه د صهیونی شونې له دوکې او چلول څخه(یعني  د تاریخي سندونو  د صهیونزم دتائيد لپاره  په سندونو بدلولو)له چلول  څخه په استفادې سره  هڅه کوي ،چې  د قرآڼ په څير غیر تاریخي دیني متنونه  چې  صهیونیسټي یهودیان ئې نه مني ،  دفلسطین دتاریخ په باب د قومي پاکونې لپاره وکاروي.

صهیونیسټي غورځنګ په عهد عتیق  او جدید باندې پر استناد سربیره ،دمسلمانانو آسماني  کتاب قرآن کریم ته هم اشاره کړې او مدعي شوي  چې د ؛اسرائيل؛ نامه څو ځله په قرآڼ کې راغلې ده په داسې حال کې  چې ؛ فلسطین؛ پکې یاد شوی نه دی.صهیونیسټان  له قرآن کریم سره د خلکو پر نه آشنائۍ باندې پانګونه کوي او ګروهمن دي  له دې څخه   د یوې تاریخي سرچینې په توګه استفاده وکړي.هغه هم هغه وخت چې ددوي په تائيد وړ استفادې سره غږملتیا ولري او د دوي  د تاریخي نظر له نوي کولو سره سمون وخوړل شي.

جعلیات صهیونیست‌ها از طریق تحریف متون مذهبی

        په قرآن کریم کې د؛اسرائيل ؛ اصطلاح په یوشع کتاب کې په هماغه معنا(۳-۱۵-۲۴آیتونوکې ) راغلې ده .په هغه ځاي کې  دیعقوب بچیانو ته اشاره کوي او ؛اسرائيل؛ دیعقوب (ع) دنامې په ځاي کارول کیږي.په همدې ترتیب سره قرآن کریم له بنی اسرائيلو څخه (د یعقوب اولاد) د یعقوب د قبیلې په توګه یادوي  او نه د یوه هیواد په توګه.  لکه چې قرآن کریم د آدم (ع) اولاد  دبني ادم په نامې سره یاد کړی دی.

 له دې امله د؛بنی اسرائيل؛ اصطلاح یا عبارت له هغو سره د تناظر په عبارت بنی یعقوب ،یعني پر قبیلې مشتمل مفهوم رسوي او یو جیو پولیتيک موجودیّت  نه بریښوي، دقیقا د؛بین آدم ؛  د معنا په شان چې  دآدم په نامې سره د یوه هیواد معنا نه ده.

قرآن کریم د ملتونو له جَوتې نامې اخستو څخه هغه که عرب وي او که غیرعرب ډډه کوي،ځکه د نیواکګر رژيم د خوښې وړ ماډرن دولت-ملت مفهوم په هغه شکل سره چې نن سبا ئې پيژنو، ۱۵۰۰کاله مخکې هیڅ وجود نه درلود.

په عین حال کې په  یوموټي درو مقدسو دینی کتابونو کې،یوازې عهد عتیق دی چې په صراحت سره فلسطین د یوه مختلف هیواد په عنوان سره معرفي کوي.،نه د قبیلې په توګه.د؛ خروج سفر ؛نوکې کتاب کې۱۳:۱۷  راغلي دي ؛کله فرعون قوم (بنی اسرائیل) پریښود ،نوخداي هغوي د فلسطین  د ټاټوبي په لاره  هدایت نه کړل،که څه هم  دغه لاره لا لنډه وه. 

فیلیسطین (Philistine) په عربی کې د لهجې معادل ، هماغه انګریزي ژبې ټکی فلسطین(Palestine) دی.

صهیونیسټان دومره ګستاخ اوسپین سترګي دي چې د قرآن آیتونه د خپل کاذیب تبلیغ لپاره دمځکه نیونې په معنا کوي(دمتن پر یوې برخې سترګو پټول او شخصي اخستون).په عین حال کې کله چې یودینی جامع متن چې په مستقیم ډول په هماغه معنا چې دوي ئې غواړي ،دود ئې کړي، په تضاد کې دی ،نو دوي پرې سترګې پټوي.ځکه فلسطین د ګوته په شمیر ځایونو څخه یوه سیمه وه چې په قرآن کې او د پيغمبر اکرم(ص) په حدیثو کې ورته اشاره شوې ده

قرآن کریم  د اسراء  سورئې په لومړي آیت کې بیتالمقدس ته اشاره کوي،؛ سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ: پاک او سوچه دی هغه خداي چې خپل بنده ئې په یوه شپه کې له مسجد الحرام څخه  مسجد الاقصی ته چې ګیرچاپيره ټول مو برکتناک  جوړ کړی  بوتلو، څو  خپل آیتونه  ورته وښایم، هغه آوریونکی او کتونکی دی:::

دغه آیت په ډاګه د مسلمانانو لپاره د بیت المقدس او دهغه د شاخوا په پاکوالي ټينګار کوي.تفسیرونه مختلف دي،ځیني دا د اوسمهال فلسطین د ښودنې په توګه ترجمه کوي،په داسې حال کې چې ځینی نور ئې په لاپراخې معنا سره چې د فلسطین او د هغه ګاونډي هیواونه پکې راځي وړندیز کوي.

جعلیات صهیونیست‌ها از طریق تحریف متون مذهبی

https://iqna.ir/fa/news/4166887  

captcha