IQNA

قرآني سورې /114 

د شیطان ډوله اسنانانو د وسوسو په باب خبرداری

14:58 - September 19, 2023
د خبر لمبر: 3487975
ایکنا-(تهران)شیطان د انسان قسم خوړلی دښمن دی او تل ئې هڅه کړې ده څو انسان ګمراه کړي،خو له شیطان پرته، داسې  انسانان هم شته چې  د نورو په ګمراه کولو کې  د شیطان په څير چلند کوي  او د انسانانو د ښکیلیدا سبب کیږي.

 د قرآن کریم یو سل څوارلسمه سوره ؛ناس ؛نومیږي.دغه سوره په شپږو آیتونو سره د قرآن کریم دترټولو وروستۍ سورې په توګه په دیرشمې سپارې کې واقع ده. ؛ناس؛ چې یوه مکي سوره ده د نزول په تربیب کې  یویشتمه سوره ده چې پر رسول الله بزګوار(ص) نازله شوې ده .

 دغه سوره ؛ناس؛ یعني د خلکو په معنا نومول شوې په دې دلیل چې دغه ټکی په دغې سورې کې درې ځله راغلی دی  او همداراز اسنانا ددغې  سورې په لوستلو سره ځان  د شیطان له وسوسو  محفوظ ساتي  او  دخداي  تعالی په پناه کې کیږي. خداوندمتعال  په ناس سورې کې د اسلام ګران پيغمبر(ص) ته حکم ورکوي  له شر او پټو وسوسو څخه خداي ته پناه یوسي.

 په دغې سورې کې پنځه ځله  د ؛ناس؛ کلمه راغلې ده  چې مفسران په دې اند دي،لومړنی ؛ناس؛ په کلی توګه د خلکو په معنا دی ،دوهم ؛ناس؛  هغو کسانو ته اشاره  ده چې جنیان او انسانان ورباندې حمله کوي او دریم ځل د ناس   دهغو کسانو په معنا دی چې پخپله وسوله ګر دي.

انسان کله له داسې شر سره مخامخیږي چې ورسره د مقابلې قدرت نه لري.نو  یوه قدرتمند کس ته پناه وړي ، داسې مدیر یا مرّبی یا استاد چې  اړتیاوې ختموي ،حاکم یا داسې سلطان چې  قدرت او نفوذ لرونکی وي او داسې خداي چې حقیقي معبود دی . خداوند متعال  هر درې واړه ځانګړنې لري.هم مدیر او د انسان استاد او روزونکی دی ،هم د نړۍ او نړیوالو حاکم او سلطان دی او هم د انسانانو حقیقي معبود دی . نو ځکه که  انسان له سختۍ او مشکل سره مخ شي ، نو مناسبه ده چې خداوندمتعال ته پناه یوسي او له خداي تعالی څخه مرسته وغواړي.

په دغې سورې کې شیطان د؛ وسواس الخناس؛ په صفت سره (یعنی پټ وسوسه ګر)بلل شوی دی .  مفسران ددغه صفت د بیانولو دلیل  داسې بیان کړی دی چې شیطان په دوامدار ډول  انسان وسوسه  کوي تر دې چې  انسان خدای یاد کړي،، نو بیا هغهه پټيږي او شاتګ کوي او همدا چې  انسان کله د خدای یاد هیر کړي ،نو شیطان رامخکې کیږي او وسوسې ته مخه کوي ،نو  هغه بیا انسان ته ژمنه ورکوي  او هغه ته په ښو او جذابو امیدونو سره دوکه ورکوي څو د ګناه په لور روان شي. 

د هغه څه په اساس، چې په دغې سورې کې راغلي دي ،سینه او ټټر  د شیطان د وسوسو ځاي دی ، ځکه چې  د انسان ددرک وشعور ځاي معمولا  د انسان زړه بلل کیږي.

 د وسوسه اچونکو  ډلو په باب هم داسې وائي ؛مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ:  هغه که له جن څځه وي او که له انسان څخه؛(ناس-۶).  نو ځکه  وسوسه اچونکي ډلې  هم له جنیانو څخه  او هم له انسانانو څخه کیدلی شي ،ځیني  خلک د ډير انحراف په وجهع  شیطاني چلندونه لري  او  نوره ګمراه کوي  او  د  شیطان په اندازه خطرناک  دي.

captcha