ایکنا دالجزایر آنلاین له قوله راپور راکړ،د دینی چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدي په دغې ناستې کې ددغو دواړو مناسبتونو په پاب ځیني ځانګړي فیصلې کړي اووئیلي ئې دي ،دغه دواړه دستورې په ډير پرتم او ولولې سره لمانځو.
بلمهدي په دغې غونډې کې دلاپرتمین ډول د دستورو دلمانځلو لپاره لازم دستورات صادر کړل او وې وئيل، ددغو جشنونو ترڅنګ به دنیوی سیرت دمطالعې ، ، قرآن کریم او سنت نبوي د حافظانو درنښت و همداراز دداغو دواړو دستورو د درنښت او ترسره کیدا لپاره لازیات امکانات کاروي او دشاعرانو شعری وړتیاوې به هم نندارې ته وړاندې شي.
راپور ښئ چې د قرآن کریم دملی اونۍ د ه یواد دانتخابی سیلایو پنځه ویشتم پړاؤ په دارالامام محمدیه(ص) کې دروانې اونۍ له پیله د درست هیواد څخه د څه دپاسه دوه سوه ګډون کونکو په شتون سره پیل شوی دی. د قرآن کریم دغه سیالۍ په شپږو اصلي څانګو کې د وبینار له لارې په ویډیوئي ارتباط څخه په استفادې سره او د څه دپاسه دوه سوه سیالۍ کونکو په شتون سره د قاضیانو د دوو کمیټیو په څارنې سره روانې دي.
دغه سیالۍ د قرآن کریم د حفظ ،قرائت او تفسیر د هغو ملی سیالیو په هرې برخې کې د لسو ګډون کونکو د ټاکلو مقدماتي برخه ده چې سږکال په بنی عباس ولایت کې ترسره کیږی. په دغو ملی سیالیو کې به د الشاطبیه متن د حفظ او په اوو روایتونو دقرآن کریم د حفظ ، تجوید او تفسیر شپږ برخې شاملې وي.