ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د فلسطین د بیګناه خلکو پرضد د صیهونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره وویل صیهونیسټان د نړیوالو د سترګو په مخ کې د بشریت پرضد جنایتونه کوي او ټول نړیوال سازمانونه او اورګانونه باید له هیڅ توپیر پرته په دې زمینه کی په خپلو ژمنو عمل وکړي .
له بلې خوا د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه ټیلي فوني خبرې کړي دي .
په غزې تړانګې د قدس د نیواکګر رژیم د حملوله دوام سره په یووخت د فلسطین د روغتیا وزارت په وروستیو شمیرنو کی ویلی دی چید صیهونیسټ رژیم د حملو له امله څه د پاسه زر کسان شهیدان او ۵ زره نور هم ژوبل شوي دي .