IQNA

د شنبې تر مازدیګره د هلاک شوو صهیونیسټانو شمیر څومره دی؟

7:11 - October 15, 2023
د خبر لمبر: 3488109
ایکنا-(تهران) د وحشي صهیونیسټي رژيم د روغتیائي چارو وزارت  پرون ناوخته اعلان وکړ،د شنبې ورځې د مازدیګر تر شپږنیمو بجو پورې په مختلفو روغتونونو کې د نوو ټپیانو شمیر ۳۵۸ تنو ته رسیدلی دی.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله  راپور راکړ،  د صهیونیسټ رژیم د روغتائي چارو وزارت د اعلامیې په اساس، له شنبې ورخې سهار راهسې  ددغو ټپیانو په منتقلولو سره  د خبر تر مخابیره کیدا پورې د ټولو ټپیانو شمیر ۳۶۲۱تنو ته ورسید.

 په دغې  اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي، د عمومی بستری شوو په ترټولو وروستیو احصایو کې ۲۶ کسانو ته مغزي سکته شوې ، ۳۱۶ کسان مرکي حاله او ۶۸۲ کسان هم لازیات خطرناک راپور شوي دي ،په داسې حال کې چې د ۱۳۴ نورو ضعیّت   هم لا ارزول کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د سرایا القدس  خبری چینل پشمول ځینو فلسطینیو خبری سرچینو  د صهیونیسټي  سرچینو له قوله چې  نامه ئې نه ده ذکر شوي ، خبر ورکړی چې د صهیونیسټانو  دهلاک شوو کسانو شمیر  له یو زر پنځه سوه کسانو اوښتی دی.

 همداراز په راپور کې وييل شوي دي په نیواکي ټاټوبو کې د  طوفان الاقصی نومې عملیاتو په دوام کې د اوښتو تاوانونو اندازه دومره زیاته ده چې بلاخره صهیونیسټان ئې  اعتراضونو  او ترینګلتیاؤ ته اړ کړي دی او کابو اتیا فیصدي صهیونیسټان ددغې سترې ناکامۍ مسئولیّت د نتنیاهو د افراطي کابینې  د صهیونیسټانو ژوند  ته د بې پامۍ له امله ګڼي او ډیری صهیونیسټان د نتنیاهو اودهغه دکابینې د مستعفی کیدا غوښتنه کوي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/07/23/2971821 

captcha