IQNA

له وحشي صهیونیسټي رژيم سره دې عربان غړیکې غوڅې کړي

5:45 - October 25, 2023
د خبر لمبر: 3488165
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو  غږ کړی څو  له جنایتکار او وحشي نیواکګر رژيم سره  دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.

ایکنانیوز د النشره له قوله راپور راکړ،د افلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان  په یولړ وروستیو څرګندونو کې ټينګار کړی دی ،عربی اواسلامی هیوادونه او ملګرو ملتونه دې  د فلسطین له غزې سره  دانسان دوستۍ د کریډورونو دپرانیستلو لپاره  خپلې هڅې لازیاتې کړي.

حمدان زیاته کړې مونږ ددرستې نړۍ د پتمنو  خلکو ډيره قدرداني کوو او له هغوي غواړو چې خپلو خوځښتونو ته دې دوام ورکړي اواسرائیلي محصولات او شیان دې بایکاټ کړي .

دحماس غورځنګ دغه مشر له عربی او اسلامی هیوادونو څخه له نیواکګر او جنایتکار رژيم سره  د اړیکو دغوڅولو  او له تل ابیب څخه د خپلو سفیرانو دبیرته  ګرځولو  غوښته وکړه.هغه ټينګار کړیدی ، عربی او اسلامی  هیوادونو څخه غواړو چې د غزې تړانګې د مظلوم ولس  په وړاندې دې پخپل  سیاسی او اخلاقي  مسئولیّتونو عمل وکړي.

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ  حماس د ۱۹۷۳کال د اکتوبر د شپږمې نیټې د جنګ د پنځوسمې کلیزې په مناسبت  هم په یوې اعلامیې کې اعلان کړی ؤپه دې  مناسبت  له ټولو عربو او مسلمانو وروڼو څخه چې  له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لارې ته کاږل شوي دي ،غواړو ،څو له دغې لارې بیرته وغړیږي  چې  له قدس او الاقصی جومات ته هیڅ خدمت نه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4177629/

captcha