IQNA

د قرآن سپکاوی کونکی له سویډه ویستل کیږي

10:27 - October 27, 2023
د خبر لمبر: 3488175
ایکنا-(سویډ) د سویډ چارواکو وئيلي دي ،په دغه هیواد کې د قرآن  کریم سپکاوی کونکی عراقي پناه غواړي د پاتیکیدا مجوز به  بیا تمدید نه کړي او له دغه هیواده به وویستل شي.

ایکنانیوز د سپوټنیک له قوله راپورراکړ،د سویډ دمهاجرت ادارې اعلان کړی  چې دعراقي پناه غواړي سلوان مومیکا د اقامت مجوز  چې څوځله ئې د قرآن کریم د نسخې سپکاوی کړی ؤ،تمدید شوی نه دی  او په سوید کې د هغه داقامت د نیټې له ختمیدا وروسته به تمدید نشي. او له دغه هیواده به وویستل شي.

د سویډ ټيلیویژني چینل TV۴  په دې باب راپور ورکړی دی چې مومیکا  له  پنځه کلنې ویستلو ورسته  بیرته سویډ ته له ستنیدا منع  شوی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د Sveriges radio،  ریډیو  د راپور په اساس دغه عراقي پناه غواړی  نیت لري  په دغې فیصلې اعتراض وکړي.

د سویډ ایس وی ټي  ټيلیویژڼی چینل  هم په دې باب وییلي دي  چې دغه عراقی  د ۲۰۲۱کال په اپریل کې  په سویډ کې د مهاجر په توګه منل شوی دی  او د درو کلونو لپاره ئې داقام مجوز ترلاسه کړی دی.

دغه خبري چینل  له دې مخکې راپور ورکړی ؤ چې مومیکا  د مهاجرت ادارې ته وربلل شوی  او په اګست کې د هغه په شتون سره څو ساعته پلټنې شوي دي.

د وئيلو ده چې عراقي پناه غواړي سلوان مومیکا په وروستیو څو میاشتو کې څو ځله د قرآن کریم  سپکاوی کړی  چې  دنړۍ د مسلمانانو له خوا له سخت غبرګونونو سره مخامخ شوی ؤ.

دعراق حکومت  دسویډ له چارواکو غوښتي وو چې دغه کس دې وباسي  او عراق ته وسپاري څو په دغه هیواد کې محاکمه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4178054 

captcha