IQNA

قرآن څه شی دی ؟/37

د تیرو، اوسنیو او راتلونکو حالاتو خبر ورکونکی کتاب

6:50 - November 06, 2023
د خبر لمبر: 3488223
ایکنا-(تهران) انسان هغه چا ته چې  د راتلونکی په باب وړاند وینه کوي، معمولاپه حیرانتیا سره ورته ګوري په داسې حال کې  چې له دې لا هم دحیرانتیا وړ هم موجود دی ، داسې کتاب چې د راتلونکي په نسبت پيشنګوئي کوي.

هغه ټول شیان چې  د زیاتره خلکو د ساعت تیري برخه شمیرل کیږي، دراتلونکي  دپیښو په باب پشګویي او حساسیت ته غوږ اچول دي . په دې کې چې  ځيني کسان څرنګ دغه وړاند وینې  کوي، او د راتلونکي په اړه خبر ورکوي،  څه خبره نه کوو.د یادونې وړ ده چې دغه کسان داسې انسانان دي چې د خپلې زمانې د شرائطو په اساس  دراتلونکو پيښو په نسبت تحلیلونه لري، چې دغه تحلیلونه ځينی پيښيږي او  او ځ ینی هم یو ډول  بل اړخ غوره کوي.  اوس پوښتنه دلته ده چې دا قرآن  سره له دې چې کتاب دی ، او په خاصو شرائو او وخت کې نازل شوی ،څرنګه د راتلونکي په باب خبر ورکوي.؟

په دې باب  دوه ډوله تحلیل موجود دی چې  هردواړه تحلیلونه درست دي اویوه بل  نه ردوي.

  • هغه مورد چې قرآن کریم ئې په ډاګه د راتلونکي په باب خبر ورکړی دی.

دمثال په توګه د ایران او روم جنګ ته اشاره کولی شو چې قرآن  کریم په روښانه توګه  دهغه په باب خبرې کړي دي. توضیح ئې  دا چې په هغه وخت کې چې خسروپرویز د ایران پاچا ؤ .ایران په هغو جنګونو کې چې د روم له امپراتورۍ سره ئې درلودې   په لومړني وخت کې ئې سخته تراخه ماته پر رومیانو وتپله  .رومیان کمزوري شوي او داسې ماته ئې وخوړله چې  هیچا ئې تصوّر نه کاوه دوي به د بیا جنګ توان  ولرل شي .څو کاله وروسته ئې  دخسرو پروزیر پر حکومت سخت ګوزارونه وکړل او ډير تاوانونه ئې ورباندې وتپل  او پر ایران ئې غلبه وکړه. خداوندمتعال  په قرآن کې  دې موضوع ته اشاره کړې ده او په هغه وخت کې ئې دراتلونکي په نسبت  پشګوئي  کړې ده او فرمائيلي ئې دي ؛ غُلِبَتِ الرُّومُ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ؛ رومیان مغلوب شول اودا ماته  په نزدې ټاټوبی کې رامینځةشوه ،خو دوي  به  له دې وروسته په(دغه)مغلوبیت غلبه وکړي.:

  • هغه مورد چې معموملی انسانان ئې ددرک و پوهیدا درک نه لري.

معمولی انسانان دقرآڼ کریم درک او فهم توان نه لري. په حقیقت کې  د قرآن کریم حقیقت دومره لوړ او لوي دی چې له آئمه معصومین علیهم السلام پرته  ئې څوک د درک وړ نه دي . له همدې امله  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي؛ زه دخدای په کتاب پوهیږم او دانا ئې یم . د پنځونې په پيل او په هغه څه چې ترقیامت ورځ پورې به رامینځة شي، ودآسمان اومځکې خبر او د بهشت او   و د جهنم  حالات  او دهغه څه حالات او خبرې چې وې او دهغه څه  حالات چې به رامیڼځة شي، ټول په قرآن کریم کې موجود دي،په دغو ټولو ډیر ښه پوهیږم او پيژنم ئې . خداوند کریم فرمائي چې  په قرآن کې هر شی بیان شوی دی.

نو په حقیقت کې هر څه په قرآن کریم کې بیان شوي دي ،البته انسان ئې درک کولو جوګه نه دی. او دا چې  انسان  ئې نشي درک کولی  په حقیقت کې دا پيښه  چې  دتیر اوراتلونکي حالات په قرآن کریم کې موجودي ،کوم مشکل   نه رامیځةکوي.

captcha