ایکنانیوز راپور ورکړ،حمزه بودیب دمراکش اوسیدونکی یو خوش اخلاقه ځوان قاري دی چې په ټولنیزو چینلونو کې ډير زیات پلویان لري او دمختلفو عربو هیوادونو ډير مینه وال دهغه تلاؤتونه تعقیبوي.
هغه داسې له سوز او مینې ډک آواز لری چې ډیری مسلمان ځوانان د هغه تلاؤت ویدیوګانې د هغه د تلاؤت سټایل په خاطر چې پر روح او زړونو اغیزې شیندي، له ځان سره ساتي.
کارپيژاني ، د هغه غږ دمصر له یوهځوان قاری اسلام صبحي سره یو شان ګڼي، خو هغه په تلاؤت کې خپله یوه خاص لهجه لري.
حمزه بودیب په ټولنیزو چینلونو کې په یوشمیر ویب پاڼو په جوړولو سره خپل ویدیوئي تلاؤتونه د خپلو پلویانو لپاره شیئر کړي دی او تر نن پورې هغه څه دپاسه څلور میلیون مینه وال لری.
هغه همداراز د ټول قرآن تلاؤت ،په یوه نیم کال کې په سټوډیو کې ریکارډ او خپور کړی دی .
ایکنانیوز په دغه ویډیو کې د حمزه بودیب تلاؤت چې د نور مبارکې سورې ۳۰ او ۳۱ایتونه دي ، په انګریزۍ ژباړې سره ستاسو خدمت ته وړاندې کو ي.