IQNA

قرښته څوک ده ؟

8:25 - January 14, 2024
د خبر لمبر: 3488565
ایکنا-فرښتې داسې آسماني موجودات دي چې  ورباندې ایمان راوړل  د مسلمانانو یو اصلی شرط او لازمه ده .دغه الهی مخلوق له نوره پنځول شوی دی اوپه مختلفو ډلو کې ویشل کیږي.

فرښتې یو غیبی موحود دی چې په سترګو سره نشي لیدل کیدلی . حبرائيل، میکائيل،اسرافیل او عزرائيل څلورالهی مقربې فرښتې دی چې په قرآن کې ئې ذکر شوی دی .پر دې سربیره ، هاروت او ماروت اونکیر او منکر نوره فرښتې دي چې  نامې ئې په قرآن کې راغلی دي.

قرآن کریم د فرښتو لپاره ځيني ځانګړنې ګڼلي دي، چې ستاسو خدمت ئې ته وړاندې کوو.

  • د خداي تعالی فرمان ته ئې سر کیښودلی او هیڅکله هم ګناه نه کوي. لا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَ هُمْ بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ» ؛ په خبرو کولو کې له خداوندمتعاله مخکې نه ځي او د هغه په فرمان کار کوي   (انبياء/ 27).
  • د خدای تعالی له خوا ډول ډول  او ډیر مهمې دندې لري، ځيني  په عرش کې اوسیږي (حاقه/ 17)؛  یوه ډله هم د کارونو تدبیر کونکي  دي . (نازعات/ 5)؛یوه ډله هم د انسانانو ژوند  اخلی، (اعراف/ 37)؛یوه ډله هم د انسانانو د عملو خیال ساتي  (سوره انفطار/ 10 تا 13)؛ یوه ډله  هم  له بيښو څخه د انسان د ساتلو دنده په غاړه لري . (انعام/ 61)؛ یوه ډله هم د سرکشو قومونو په عذاب ماموره ده  (هود/ 77)؛ یوه ډله فرښتې هم په جنګونو کې  له مومنانو سره  الهی مرستندویه دي . (احزاب/ 9)  او بلاخره یوه ډله هم د نبیانو لپاره دآسماني کتابونو  راوړونکي دي  (النحل/ 2).
  • په دوامدار ډول د خدوند متعال تسبیح کوي وَ الْمَلائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ يَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ»؛

؛ فرښتې د خپل پروردګار حمد اوثناء کوي او د هغو انسانانو لپاره چې پر مځکه دي ،استغفار کوي (الشوری/5).

4  کله هم  دانسان په شکل څرګندیږی او پر نبیانو او حتی په غیر نبیانو ظاهریږي.لکه څنګه  یوهلویه لویه الهي فرښته   دانسان په شکل پر مریم ظاهره شوه ؛ فَأَرْسَلْنا إِلَيْها رُوحَنا فَتَمَثَّلَ لَها بَشَراً سَوِيًّا»   او مونږ خپل روح د هغوي وآخوا ته ولیږه چې  دهغه په وړاندې د یوه بشپړ انسان په شکل څرکند شو (مريم/ 17).

5    مختلف مقامات او مرتبې لري، یعني ځیني همیشه په رکوع حالت کې دي او ځّيني تل په سجدې کې دي  ما مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقامٌ مَعْلُومٌ وَ إِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ وَ إِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ»   او مونږهره یوه فرښته  معلوم مقام او ځائيګی لرو، مونږ تل  په صفونو کې د  فرمان په انتظار کې  يوو او په دومدار ډول  د هغه  تسبیح کوو. (صافات/ 164- 166).

په کلی توګه د قرآن کریم ډیر آیتونه د فرښتو د ماموریّتونو او صفتونو په باب خبرې کوي. حتی قرآن پاک په یوه آیت کې ؛آمَنَ الرَّسُولُ بِما أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَ الْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَ مَلائِكَتِهِ وَ كُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ»

؛ د اسلام پیغمبرهغه څه چې د هغه د پروردګار له خوا پر هغه نازل شوي ،ایمان راوړی، او مومنان هم په خدای ،د هغه  په ټولو فرښتو او کتابونو او رسولانو  ایمان لري.  (البقره/ 285)  په ملایکو ایمان راولړ  په خدای او نبیانو او آسماني کتابونو د ایمان په لیه کې راغلي دي .فرښتې هم د جناو شیطان په شان په ظاهري سترګو سره د لیدو وړ نه دي ،البته په پاکو زړونو سره  ورسره ارتباط ټينګیدلی شي.

( دغه مطلب  له تفسیر نمونه ،جلد 18 او 173 صفحې آخستل شوی دی )

captcha