IQNA

د نوروز اختر په چټیانو کې د قرآڼ نندارتون د ترسره کیدا دلیلونه څه دي؟

8:16 - February 07, 2024
د خبر لمبر: 3488690
ایکنا- د تهران د قرآڼ د نړیوال نندارتون د  دایمي دارلاانشاء مشر د قرآن د نړیوال نندارتون د یو دیرشم پړاؤ د ترسره کیدا د وخت په توګه د ۱۴۰۳لمریز کال د لومړۍ میاشت له لومړۍ نیټې څخه د همدغې میاشتې تر څوارلسمې نیټې پورې د وخت د ټاکلو دلیلونه بیان کړل.

د نوروز اختر په چټیانو کې د قرآڼ نندارتون د ترسره کیدا دلیلونه څه دي؟د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دایمي سیکرټریټ مشر محمد مهدي عزیززاده  ایکنانیوز سره په خبرو کې  دنوروز  اختر یعني د نوي لمریز کال د پیل په چټیانو کې (د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ ورځې څخه تر څوارلسمې نیټې پورې) د ترسره کیدا د وخت د ټاکلو د دلیلونو په باب  ووئيل، دغه وخت د نندارتون په سیکرټریټ کې له ارزونې وروسته ، د سیاست جوړونې د شورا په غونډې کې وړاندیز او په شورا کې تصویب شو.
هغه ددغې ټاکنې د ځانګړنو په باب  ووئيل، نندارتون باید د روژې په مبارکې میاشتې کې  په یوه وخت کې ترسره شي.همداراز د  روان کال د کب د میاشتې تر ۲۵نیټې پورې د تهران د امام خمینی عیدګاه د جمعې لمانځه د  اقامې د کمیټې په اختیار کې ده،نو له دغې نیټې تر مخکې پورې،د ارشادوزارت ته د عیدګاه د سپارلو امکان نشته.
عزیززاده ددې خبرې په کولو سره چې  په امم خمیني عیدګاه کې د قرآن د نندارتون ترسره کیدا د  کلتور او اسلامی ارشاد دوزارت لپاره  موضوعیّت لري،  ووئيل، د قرآني فعالیتونو دموضوع او د مصلی دټولګې ترمینځ دکلتوري تناسب په دلیل،په دغه ځاي کې په ترسره کیدا ټینګار دی ،ددې په ترڅ کې چې په تهران ښار کې د نندارتون دترسره کیدا ترټولو ښه ځاي عید ګاه ته  د لاس رسي  موقعیّت دی.
له بل پلوه په دې دلیل چې د حضرت امام خمینی  عیدګاه د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر  دلمانځه کوربه ده، نوځکه باید د روژې دمبارکې میاشتې تر ۲۶پورې  عیدګاه د لمانځه دترسره کونکي کمیټې ته وسپارل شي. نو ددغه نندارتون د ترسره کیدا لپاره له دغه وخت پرته بله ټاکنه مو نه درلوده.
 د قرآن دنړیوال نندارتون د سیکرټریټ  مشر  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ښه نه ده سږکال د قرآن نندارتون د شعبان دمیاشتې په وروستیو او د رمضان په لومړیو شپو ورځو کې ترسره کیدلی؟، ووئيل، په تیرو دیرشو کلونو کې تل د قرآن د نندارتون دترسره کیدا وخت  د روژې مبارکه میاشت ده ، نواتفاقا سږکال  به نوي تجروبه هم ولرو.  هغه ووئيل، تیر کال هم د قرآن نندارتون  د نوروز دچټيانو  په وروستیو دوو ورځو کې پیل شو او  خلکو ئې ښه هرکلی کړی ؤ. دې ته په پام سره چې د روژې مبارکه میاشت ده ، معموملا روژتیان  په مسافرت نه ځي.
https://iqna.ir/fa/news/4197600
 

captcha