IQNA

انتخابات د ایران د ولس لپاره یو ښه فرصت دی

15:49 - February 23, 2024
د خبر لمبر: 3488771
ایکنا- د  تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخاباتو کئې  ئې  پرګډون ټينګار  وکړ.

ایکنانیوز راپور راپور راکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب  حجةالاسلام علی اکبری  نن پخپلو خطبو کې ووئیل،  انتخابات د ایران  په اداره کولو کې  د  ولس د ارادې ننداره او ددینی ولسواکۍ  او آزادۍ بیلګه  دي.

ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی شورا  دانتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ  دکب د میاشتې په یولسمې نیټې  په جمعې ورځې په درست   ایران کې ترسره  شي.

حجةالاسلام  علی اکبري  زیاته کړې ده ،  نن سبا د اسلامی انقلاب او د ایران د ولس  درست دښمنان د راتلونکو انتخاباتو په ضد یو  ځای شوي دي  او هیله مند یوو  په راتلونکي جمعې ورځې  د ایران ولس یوځل بیا  په دغه ویاړمن تاریخ کې  د دښمن خولۀ ماتونکی یوه بله حماسه وپنځوي او  د پیاوړي ایران یو انځور بشریّت ته وړاندې کړي.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز د اسلامی نړۍ د لومړۍ موضوع اونړیوالې مسئلې په باب  ی عني دغزې تړانګې دغامیزې په اړه ووئيل،  دغزې جنګ له یو سل څلویښت ورځې وروسته  د نړیوال استکبار د ډول ډول  ناکامیو په یوه لوي نندارتون بدل  شوی دی. صهیونیسټ غاصب رژیم به  په دغې پيښې کې د مقاومتي چورلیز  په وسیله  درندۀ ګوزارونه وخوري او پوزه به ئې په مځکې وموښل شي. د خداوندمتعال  په مرستې  سره  او د مقاومتي چورلیز په همت  او نړیوالې ویښتیا په سیوري کې چې رابرسیره شوی ، دغه وحشي او جنایتکار او تیریګر رژیم به   ښه ورځ ونه ویني. هغه په دوام کې ووئیل،  هغه څه  چې د فلسطین او غزې  دبیخ بینائیو په کنډوالو بدلولو او عامو وژلو سره  پیښ شوي دي ،د لویدیځ  دلیبرل ډیموکراسۍ  او د دځينو تش په نامه اسلامی حکومتونو د  خیانت کونکي  چُپتیا  محصول دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  ووئیل، د فلسطین او غزې  د  ولس مقاومت کلکه دریدا  نه یواز ې داسلامي نړۍ  دعزت لامل شوې ، بلکې  د سلطې د نظام  په فکري ګرداؤ کې د ښکیلو  خلکو لپاره  ئې دعمومي فرطري ویښتیا هم له ځان سره راوړې او اوس له فلسطین او غزې څخه ملاتړ  په نړۍ کې د روڼ اندئ په بیلګې بدل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4201487

captcha