ایکنانیوز د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، د چیچنیا د پلازمینې ګروزني د ویسیاتوفسکي ناحیې عدالت نیکیتا ژوراویل چې په وولګراډ کې د یوه جومات ترڅنګ د قرآن کریم په سوځولو تورن ؤ په درې نیم کاله عمومی بند محکوم کړ.
تاس خبری آژانس چې دعدالت انګڼ کې ئې خپل خبریال موجود ؤ ،راپور ورکړی، چې قاضی روسلان دندایف د محکمې فیصله صادره کړه او دهغه لپاره ددغه جرم په دلیل دریم کاله عمومی بند سزا ووروله او دا سزا هماغه شی دی چې لوي څارنوال غوښتې وه .
د روسیې د څيړنیزې کمیټې په وینا، ژوراویل د ۲۰۲۳کال په مئ میاشت کې په ولګوګراډ کې په دغه ښار کې د یوه جومات په وړاندې د قرآن کریم دیوې نسخې د سوځولو په دلیل نیول شوی ؤ.
هغه د خپلې پلټنې په وخت اعتراف کړی ؤ چې دغه کار ئې د اوکراین د ځانګړي استخباراتي ادارې د د ستورالعملونو په اساس د پیسو په بدل کې کړی دی.دغه دوسیه بیا د چیچنیا جمهوریت پلټونکو ته وسپارل او هغه هم دغې سیمې ته منتقل شو.
ژوراویل د څيړنو په بهیر کې پخپل جرم یعني دقرآن په سوځولو اعتراف وکړ ،خو دبلوا او بغاؤت تورونه ئې ونه منل.
دغه روسیي ښاریز دغه اقدام په سویډ کې د قرآن د سپکاویو له څپې وروسته ترسره شوی دی . دسویډ اوډنمارک او هالینډ پشمول د یو شمیر اروپائي هیوادونو په اپوټه چې د بیان د آزادۍ ددفاع په پلمه د قرآن د سپکاویو د مخنیوي لپاره له هرډول اقدامه ډډه کوي، په روسیې کې د قرآن سپکاوی جرم دی او په دې لړ کې هر اقدام به قانوني سزا په ځان پسې ولري. دروسیې د آبادۍ کابو شل میلیون نفوس مسلمانان دي.