IQNA

د لندن ښاروال ، پر خپلې مسلمان شونې ویاړي

15:14 - March 03, 2024
د خبر لمبر: 3488817
ایکنا- د انګلستان دلندن ښاروال محمد صادق خان هغه ته د انګلستان د پارلیمان د یوه غړي  د سپکاوي په غبرګون کې  په زغده وئیلي  دي،  پرخپلې مسلمان شونې ویاړم.

ایکنانیوز د ایلاف له قوله راپور راکړ، د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  جنګ سبب شوی دی، څو په انګلستان کې د حکومت سرزوي غړي ، دلندن په مسلمان ښاروال نیوکې او د هغه سپکاوی وکړي.

د انګلستان د لومړی وزیر مرستیال الیور دوډن  له بی بی سي سره په یوې مرکې کې  د پارلیمان د  یوه محافظه کار استازي  لي انډرسن څرګندونې چې د لندن پر ښاروال ئې نیوکې  کړي  وې رد کړې او وې وئيل،  چې د انډرسن تیروتنه دا  وه چې  بخښنه ئې ونه غوښته.

 په همدې لړ کې   انګریز حکومت ،په پارلیمان کې د انډرسن غړیتوب ځنډولی ؤ،ځکه هغه د لندن له ښاروال څخه چې  دهغه په ضد ئې ځیني خبرې کړې وې،، بخښنه نه ده غوښتې.

لی انډرسن  د لندن  ښار وال  محمد صادق خان  دیوې داسې کس په توګه بللی چې  د اسلام بالو ترنفوذ لاندې دی.

لي انډرسن په ۲۰۱۹ کال کې  د شفیلډ انتخاباتي حوزې څخه د  محافظه کار ګوند  د غړی په توګه په پارلیمان کې یوه څوکۍ ترلاسه کړې ، خو په محافظه کار ګوند کې د هغه د غړیتوب د خڼدولو له فیصلې وروسته ،اوس  هغه د پارلیمان خپلواکه استازی  ګڼل کیږي.

صادق خان له ۲۰۱۶ کال راهسې د لندن ښاروال دی .  هغه یو پاکستاني توکمه بریتانوی مسلمان سیاستوال دی  او  دکارګر ګوند یو غړی دی . هغه لومړنی بریتانوی مسلمان دی چې دغې  څوکۍ ته رسیدلی دی او له ۲۰۰۵کال څخه  د لندن دټوټينګ انتخاباتي حوزې څخه د پارلیمان  استازی  ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4202531

 

captcha