IQNA

د شارجې د اسلامی چارو ادارې د قرآن کریم یو لک اتیا زره نسخې وویشلې

4:44 - April 04, 2024
د خبر لمبر: 3488994
 د ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکوي، د شارجې د اسلامی چارو  ادارې د قرآن کریم د یولک اتیازرو هغو نسخو د ویشلو خبر ورکړی چې دغې ادارې ئې دهغو پر چاپ څارنه په غاړه درلوده.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې  ددغو قرآنونو چاپ او ویشل  ئې د شیخ خالد بن سلطان بن محمد القاسمي  د روح د ثواب  او خوشالولو لپاره  ترسره شوي او  په جوماتونو،خلکو او د قرآن کریم د حفظ په مرکزونو او حکومتي اورګانونو او ادارو کې  کې ویشل شوي دي.

د شارجې د اسلامی چارو د ادارې مشر عبدالله خلیفه یعروف السبوسي له دغې ادارط او دغه کار څخه  د شارجې د حاکم او د عالی شورا د غړي شیخ ډاکټر سلطان بن محمد القاسمي د ډير ملاتړ او توجه، چې ترسره کیږی،قدرونه کوي او  د قرآن کریم د چاپ او خپرونې ته اهتمام او توجه  او هم د قرآنی علومو  د پراختیا لپاره له نوي ټيکنالوجیو څخه استفاده د ستاینې  او قدرونې وړ چاره ده .

 هغه  ووئيل،  هغه قرآنونه چې  ویشل شوي دي،  په عثمان طه خط سره او له عاصم څخه  حفص په روایت سره  دي او له هغو سره اړونده چارې ، د قرآني علومو او  قرائت  د متخصصو عالمانو د یوې ډلې پشمول  ددغې عمومی ادارې د قرآنی چارو د کمیټې تر نظر لاندې ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4208223/

captcha