ایکنا-(کربلا) بین الحرمیّن ته واریدیدا په وخت یوه عراقی موکب د قرآن کریم ډير لوي او په زړه پورې انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.
د خبر لمبر: 3487921 خپرونې تاریخ : 2023/09/07
ایکنا-(سټاکهم) د سویډ عراقي توکمه خبیث مومیکا په لاس د قرآن کریم یوې نخستې د اور اچونې په سپک اقدام پسې پاریدلو مسلمانانو غبرګون وښود او دسویډ د پولیسو او پاریدلو مسلمانانو ترمینځ د اخ وډب شو.
د خبر لمبر: 3487906 خپرونې تاریخ : 2023/09/05
ایکنا-(سویډ) په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي عامل سلوام مومیکا ورور د خپل ورور دا اقداماتو په محکومولو سره د نړۍ له درستو مسلمانانو بخښنه وغوښته.
د خبر لمبر: 3487887 خپرونې تاریخ : 2023/09/02
ایکنا – (ډنمارک) د ډنمارک حکومت په عامه ځایونو کې د قرآنکریم په سوځېدو بندیز لګولی دی.
د خبر لمبر: 3487856 خپرونې تاریخ : 2023/08/26
ایکنا – (نړۍ) د اسلامي نړۍ ځینو سترو او نامتو قاریانو او استادانو په پیغامونو سره د قرآن وروستیو سپکاوی و ته غبرګون ښودلی دی.
د خبر لمبر: 3487843 خپرونې تاریخ : 2023/08/24
ایکنا – (بلجیم) یوه سازمان چې په بلجیم کې د اتباعو د حقونو او آزادیو دفاع کوي، په سویډن کې د دیني مقدساتو سپکاوي د جرم ګڼلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487807 خپرونې تاریخ : 2023/08/19
ایکنا – (ډنمارک) د ډنمارک د عدلیې وزیر د قرآنکریم له سپکاوي وروسته، په دې هېواد کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې د ګواښ له جدي ګڼلو خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 3487799 خپرونې تاریخ : 2023/08/17
ایکنا – (سویډن) د سویډن پلازمېنې ته څېرمه د مسلمانانو او عیسویانو یوه ډله پلان لري چې د ګډو پروګرامونو په جوړولو سره، د قرآن او اسلام په اړه د خلکو پوهاوی لوړ او د اسلامي مقدساتو له سپکاوي سره خپل مخالفت څرګند کړي.
د خبر لمبر: 3487797 خپرونې تاریخ : 2023/08/16
ایکنا – (مکه مکرمه) د مسلمانانو نړیوالې ټولنې د مکې په ښار کې د قرآنکریم نړیوال موزیم په لاره اچولی دی. د دې موزیم د په لاره اچولو موخه، د نړیوالو ناستو ترسره کول او د قرآن د غوره نسخو وړاندې کول دي.
د خبر لمبر: 3487767 خپرونې تاریخ : 2023/08/10
ایکنا – (تهران) د ایران د صدا او سیما سازمان د غونډو په تالار کې قرآنکریم ته د سپکاوي په اړه د حقوقي کتنې په موخه د یو شمېر وکیلانو، زده کړیالانو او د مذهبي او حقوقي کارپوهانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487762 خپرونې تاریخ : 2023/08/09
ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د قرآنکریم د بې حرمتۍ په دوام د دغه هېواد سفیر احضار کړ.
په دې وروستیو اونیو کې په ډنمارک او سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو څو پېښې شوې دي.
د خبر لمبر: 3487750 خپرونې تاریخ : 2023/08/07
ایکنا – (مسکو) د ۱۲ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په هغه غونډه کې چې په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربتوب جوړه شوې وه، د ځینو لوېدیځو هېوادونو هغه کړنې چې د قرآنکریم د سپکاوي په خاطر ترسره کېږي، وغندلې.
د خبر لمبر: 3487738 خپرونې تاریخ : 2023/08/05
قرآن ته د سپکاویو دوام
ایکنا – (سویډن) د عراق یوه وګړي سیلوان مومیکا له یوه بل کس سره یوځای د سویډن د پارلمان مخې ته یو ځلې بیا د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
د خبر لمبر: 3487721 خپرونې تاریخ : 2023/08/01
د ایکنا له خوا په نړیوال ویبینار کې
ایکنا – (تهران) د نړیوالو بشري حقونو له نظره د قرآن د سپکاوي مختلف اړخونه به د زمري په اتمه د ایکنا لخوا تنظیم شوي ویبینار کې وڅېړل شي.
د خبر لمبر: 3487708 خپرونې تاریخ : 2023/07/30
قرآن ته د سپکاويو دوام
ایکنا – (سویډن) په سویډن او ډنمارک کې د قرآن کریم د پرلپسې سپکاويو وروسته، د عراق یوې جنجالي څېرې سیلوان مومیکا د سویډن له پولیسو غوښتې چې په ستاکهولم کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته د اور اچولو لپاره، راتلونکې شنبه د راغونډېدو اجازه ورکړي.
د خبر لمبر: 3487691 خپرونې تاریخ : 2023/07/26
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ډنمارک له چارواکو وغوښتل څو د دیني نفرت خورونې په باب دې د ملګروملتو پریکړه لیک اجرا کړي.
د خبر لمبر: 3487679 خپرونې تاریخ : 2023/07/24
د عمان مفتی وائي؛
ایکنا –(عمان) د عمان ستر مفتی په یوه ټویت کې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې ټينګار کړی چې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د اړیکو غوڅول یو دینی فرض دی.
د خبر لمبر: 3487676 خپرونې تاریخ : 2023/07/24
ایکنا-(تهران) په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د افراطیانو په لاس د قرآن کریم بیا بیا سپکاويو ، په درستې اسلامی او عربی نړۍ او د نړۍ په نورو سیمو کې د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده چې هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3487675 خپرونې تاریخ : 2023/07/23
ایکنا-(قاهره) د الازهر دینی مشرانو د سویډي شیانو د بایکاټولو لپاره له اسلامی هیوادونوغوښتنه کړې،له مسلمانانو سره د ملګروملتو سرمنشي پيوستون،په سویډ کې د قرآن کریم دنسخې په بیا سوځولو د عربستان غبرګون و په سویډ کې د قرآن کریم له سپکاوی و د درو صهیونیسټي تنظیمونو دملاتړ په باب د عراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې دمشر ټينګار،په اراوپائي هیوادونو کې د وحي د الهي کلام د سوڅیدا په باب ترټولو وروستي غبرګونونه دي.
د خبر لمبر: 3487663 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا-(سویډ) په سویډ کې دقرآن سوځونې اوسپکاوي کونکی عامل سلوام مومیکا چې یوځل بیا ئې په سپین سترګیتوب سره اعلان کړی چې د خدای الهی کلام به دعراق له بیرغ سره یو ځای وسوځوي ،روښانه کړې ده ،د سویډ چارواکو ورڅځه نور له ملاتړه لاس اخستی او شاتګ ئې کړی دی.
د خبر لمبر: 3487656 خپرونې تاریخ : 2023/07/20