IQNA

قرآنی سورې/25

په فرقان سورې کې دسمندرله حیرانونکي بڼې څخه یو مثال

17:53 - September 19, 2022
د خبر لمبر: 3486247
ایکنا-(تهران) په ډنمارک کې  د وه سمندرونه دیوه بل ترڅنګ دي چې  ډير په زړه پورې انځور ئې نندارې ته وړاندې کړی دی. د یوه سمندر اوبه ټاکې دي  او د بل سمندر اوبه خوږې دي ،دغه دواړه سمندرونه مختلفو ځانګړنو سره هیڅکله هم سره نه ګډیږي  او په دې معنا دی چې ګواکې د دوي ترمینځ  کوم دیوال موجود وي،خو هرڅه چې دي ،له یوه اعجاز اوحیرانتیا پرته بل څه نشي کیدلی.

د قرآن کریم دپنځه ویشتمې سورې نامه فرقان دی . دغه سوره په مکې کې  په پیغمبر اکرم(ص)نازله شوي دوه څلویښتمه سوره ده . فرقان سوره په ۷۷ایتونون سره، دقرآن کریم په اتلسمې او نولسمې سپارې کې واقع ده.

؛فرقان ؛ چې له باطله د حق دجلا کونکي په معنا دی ، دقرآن کریم یوه نامه حسابیږي . دغه سوره  دتوحید،معاد،نبوت او له بت پرستۍ سره دمبارزې پر بحثونو ټينګار  کوي او د  سورې په وروستیو آیتونو کې ئې در یښتینو مومنانو ځانګړنې بیان کړي دي. فرقان سوره  د موصوع له پلوه په درو برخو ویشل کیدلی شي.

په لومړۍ برخې کې د مشرکانو پر منطق نیوکې کیږي  او د حق د خبرو دنه منلو لپاره د دوي پلمو جوړولو ته ځواب ورکوي او دوي ته د خداي تعالی د عذاب په باب خبرداری ورکوي او په دې پسې  د تیرو قومونو  دتاریخ  ځينې برخې چې د پيغمبرانو د  مخالفت او یا بلنې له امله  په ترټولو سختو بلاګانو او ترینګلتیاؤکې ښکیل شوي ، د عبرت د درس په توګه بیانوي.

په دوهمې برخې کې د توحید د دلیلونو او د پنځون په نړۍ کې کې د خداي دغظمت د نښو نښانو ، د لمر له رڼا او وړانګو رانیولې ، دشپې تر توتمه،د بادونو ،ورښتونو ،د مړاؤ مځکو د ژوندي کولو ، او په شپږو مځکو او آسمانونو راپنځونې او  په آسمانونو کې  د دوي دمنظم سیځل  او د میاشتې او لمر تر پنځيدا پورې  پورې د نښو نښانو په باب  ئې خبرې کړي دي.

 په ځينو موردونو کې چې د خلقت حیرانتیاوې بلل شوي ، ۵۳آیت ته پکې اشاره کولی شو ، چې فرمائي ؛ « وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَ هذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا: او هغه  دی هغه څوک چې  دوه سمندرونه ئې د یوه بل ترڅنګ روان کړل، دیوه اوبه خوږې او زغمونکي او  دبل اوبه ټاکې او تراخې دي  او د دوي دوو ترمینځ   ئې خنډ او حریم واقع کړی دی.:::

دغه آیت د هغو دوو سمندرونو په باب خبره کوي چې دخلقت  یوه حیرانونکي پيښه حسابیږي. د الرّحمن سورې په نولسم او د نمل سورې په یوشپیتم آیتونو کې هم  ددغو دوو سمندرونو  خبره شوې ده .د بیان شوو ځانګړنو ته په پام سره  ویئل کیدلی شي، دغه آیت ته اشاره د بالټیک سمندر او شمالی سمندر دمینځ سرحد ته  ده چې په ډنمارک کې  په سکګن ټوریسټي ښار کې لیدل کیږي . همداراز مدیترانې  او اطلس سمندر هم دغه ځانګړنې لري.

دفرقان سورې دریمه برخه  هم د ریښتینو مومنانو(عبادالرحمن) دصفتونو په باب  او دخدای دخالصو بندګانو په باب ده  چې له متعصبو او پلمه جوړونکو  کفارو په پرتله کې  مطرح شوی  دي ، دغه  صفتونه یوه ډلګه ده ،د صالحو عملونو ،اعتقاداتو، له شهواتو سره دمبارزې ،دکافي پوهې درلودلو او داجتماعي مسئولیّت او ژمنتیاؤ.

captcha