ایکنانیوز د یونیوز له قوله راپور راکړ،د انګلستان د مختلفو پرګنو په زرګونو خلکو پرون ناوخته د صهیونیسټ ضده مظاهرو د ترسره کیدا په باب د انګریز حکومتي چارواکو له ګواښونو سره سره ، دلندن په مینځ کې سره غونډ شول او د فلسطین د آزادۍ د چغو په پورته کولو سره ئې د سرائیلو د و حشي پوځ جنایتونه په سخته محکوم کړل.
مظاهره چیانو چې د مختلفو ملیّتونو او قومونو په زرګونو خلکو پکې ګډون درلود او په سختو امنیتی تدبیرونو کې ترسره شوې،د فلسطین د بیرغ په اوچتولو او د دشعارونو د پلې کارډونو په وړلو سره چې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او څاروي ډوله اقداماتو محکومیّت پکې شوی ؤ،د بی بی خبری چینل د ودانۍ په وړاندې چې د لندن په مینځ کې دی،غونډ شول او مړۀ دې وي اسرائيل شعارونه ئې ورکړل.
همداراز په لسګونو افریقائي هیوادونو ،اروپائي هیوادونو او د لاتینې امریکا په هیوادونو کې هم دفلسطینیانو په ملاتړ کې سترې مظاهرې وشوې.
دغه راز په هندوستان،افغانستان، انډونیشیا،ملایشیا او پاکستان کې هم د فلسطین د ملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ کې او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندلو کې سترې مظاهرې وشوې .د پاکستان په اسلام اباد،پيښور، پاره چنار،ډیره اسماعیل خان ،کویټه ،لاهور فیصل اباد، کراچۍ او نورو ډيرو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې او د مسلمانانو اتحاد او اتفاق ئې نندارې ته وړاندې کړ.دوي دغه راز غوښته کوله څو دوي ته دې زمینه هواره شي څو د فلسطین د مظلوم ولس او مبارزانو دمرستې لپاره او له غاصبو اسرائيلیانو سره د ډغرې وهلو لپاره غزې ته لاړشي.