IQNA

قرآني سورې/27

په نمل سورې کې له حیواناتو سره د سلیمان پیغمبر خبرې اترې

16:29 - August 22, 2022
د خبر لمبر: 3486125
ایکنا-(تهران)حضرت سلیمان یوازینی پيغمبر ؤ چې د پاچائۍ مقام ئې درلود او پر پوهې او شتمنۍ سربیره چې په اختیار کې ئې وه،له حیواناتو سره ئې خبروکولو او صحبت توانمني هم درلودله او ډيره موجودات د هغه په رهبرۍ او اختیار کې وو.په همدې خاطر ئې دانسانانو او جنیّانو ډير ستر لښکر درلود چې همدا موضوع د حضرت سلیمان لپاره حیرانونکي قدرت هم له ځان سره درلود.

د قرآن کریم اوه ویشتمه سوره نمل ( د میږي په معنا) ده.دغه سوره په مکې کې نازله شوې او هغه اته څلویښتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم باندې نازله شوې ده.نمل سوره درې نوي آیتونه لري  چې د قرآن کریم په نولسمې او شلمې سپارو کې واقع دي.

دحضرت  سلیمان او د میړَیوکیسې ته مخه کول،په نمل ددغې سورې د نومولو دلیل دی . خداوندمتعال په دغې سورې کې  پنځو پیغمبرانو،یعنی موسی،داؤد،سلیمان،صالح،او لوط علیهم السلام ژوند په باب خبرې کړي دي او مومنانو ته ځيری او مشرکانو ته هم خبرداری ورکوي. په دغې سورې کې د خداي پيژندنې ا د توحید او میعاد د پيښو په بابب مطلبونه  هم راغلی دي.

ددغې سورئې په ځانګړنوکې  يه دغې سورې کې د دوو بسم الله الرحمن الرحیم شتون دی،یو د سورې په پیل کې او دوهم بسم الله هم په  دیرشم آیت کې  ملکه سبا(بلقیس) ته دحضرت سلیمان علیه السلام  دلیک په پیل کې ده .

د پروردګار  نه ختیمدونکي علم او په بندګانو کې د هغه په حاکمیّت او دهستۍ په عالم کې د هغه څارنې او نظارت ته اشاره چې  ورته توجه کول په انسان کې ډير تربیّتي آثرات او اغیزې لري،په دغې سورې کې مطرح یوه بله موضوع بلل شوې ده.د خداي پيژندنې  موضوع او د توحید، دقیامت او معاد  د پيښو نښې نښانې  نو هغه مطلبونه دي چې په دغې سورې کې مطرح شوي دي.

په دغې سورې کې په تفصیل سره د حضرت داؤد او حضرت سلیمان کیسو ته پام شوی دی. ده کیسې چې ډيرې عبرتناکې دي،ډول ډول موضوعګانوته ئې مخه کړې ده، چې په هغو کې داود او سلیمان  ته د علم ورکول او له داؤده سلیمان ته دمیراث رسیدل او دسلیمان په وسیله د پرندګانو په ژبه پوهیدل،د انسان او جنیانو د لښکر غونډلو، دمیږیو له وادئ د سلیمان تیریدل، دهدهد یا ملاچرګک غایبیدل اوبیرته ئې ستنیدل او  له سیا او دهغه له ملکې څخه راپور او د دوي  لمرپرستي،ملکه سبا ته د سلیمان لیک ، له مشرانو سره د ملکې سبا  مشوره،د سلیمان لپاره د ډالس لیږدول،د سلیمان له خوا د ډالۍ ردیدا او په حملې ئې ګواښل، د ملکه سبا د تخت د راوړلو لپاره د سلیمان غوښته،سلیمان ته د ملکه سبا ورتلل او د تخت لیدل،د سلیمان مانۍ ته ئې ورتلل ا ورته ئې حیرانیدل او پر خداي ایمان راوړل  شامل دي.

تړلې خبرونه
captcha