IQNA

قرآني سورې/38

په ؛صاد؛سورې کې د خداي له فرمان څخه د شیطان د نافرمانۍ علت

5:37 - October 31, 2022
د خبر لمبر: 3486392
ایکنا-(تهران)په دینی او تاریخي سرچینو کې راغلي دي ،چې شیطان دخداوند متعال یو خاص بنده ؤ.یو داسې څوک چې تر کلونو پورې ئې دخداي تعالی عبادت کړی دی.خو د یوې نافرمانۍ په وجه ،په یوه شړل شوي او نفرین شوي  موجود بدلیږي.

د قرآن کریم اته دیرشمه سوره ؛ص؛(صاد)نومیږي. دغه سوره په ۸۸آیتونوسره په درویشتمې سپارې کې واقع ده . ؛ص؛ سوره چې یوه مکي سوره ده ، د نزول په ترتیب کې اته دیرشمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

په ؛ص؛ ددغې سورې نومول ددې په پیل کې د ؛ص؛ مقطعه ټکي د شتون په دلیل  دي.دغه سوره  د پیغمبر اکرم (ص)په وسیله  توحید او اخلاص ته دبلنې په باب ،دمشرکانو د ځِل، د ځينو پيغمبرانو د کیسو په قیامت ورځ د پرهیزګارو او بدکارو  دوو ډلو  حال احوال په باب ده. له ابلیس  سره د خداي تعالی خبرې او د ابلیس شړل کیدا او ورباندې لعن هم په دغې سورې کې راغلي دي.

ددغې سورې اصلي موضوع  د اسلام د پيغمبر(ص) او  په هغه کتاب سره توحید او اخلاص ته دبلنې په باب ده چې خداي تعالی  په هغه  نازله کړې ده.

دغه سوره  د توحید او د اسلامی د پیغمبر د نبوت په موضوع سره  او دهغه په وړاندې د مشرکانو د ځيل په موضوع سره پیلیږي او په دوام کې  په قرآن کریم کې دتدّبر  اهمیّت او ضرورت او  د قرآن په باب د مشرکانو د ځينو خبرو  پر بیانولو مشتمله ده.د خداي تعالی د نهو پیغمبرانو په تیره بیا د داؤد، سلیمان، او ایوب علیهم السلام   د ژوند او کیسو ته اشاره کوي او د بدکارو او پرهیزګارو د دوو ډلو  حال او  احوال او په قیامت کې د کافرانو د برخلیک او له یوه بل سره د دوزخیانو  دجنګ  په باب معلومات لري.

همداراز له ابراهیم،اسحاق،اسماعیل،الیسع او ذالکفل  هم  په دغې سورې کې  د خداي د خاصو پيغمبرانو او بندګانو په توګه یاد شوي دي.

ددغې سورې په پاي کې  هم د  انسان  دپنځيدا او دهغه لوړ مقام او  دخداي تعالی په حکم سره آدم ته د فرښتو د سجدې موضوع ته  اشاره شوې ده. په دوام کې هم پر آدم  له سجدې د شیطان ډډه کولو ته هم اشاره شوې ده. شیطان د سجدې د نه کولو دلیل  د خپل خلقت برلاسه کیدا  چې له اور څخه دی ،  د آ دم پر خلقت  چې له خټو دی،ددغه کار دلیل   ګڼي قسم خوري  چې   انسانانو ته به تر قیامت پورې د وکه ورکوي.

تړلې خبرونه
captcha