IQNA

قرآني سورې/31

د لقمان حکیم له خولې پلارینه نصیحتونه

7:52 - September 19, 2022
د خبر لمبر: 3486243
ایکنا-(تهران) لقمان  د داؤدنبی له پړاؤ سره اړونده یو مشهور شخصیّت دی چې یوبااخلاقه حکیم پاتې شوی دی او  ځيني تاریخي نقلونې دهغه د پيغمبرۍ د  ځائيګی تایئدوي. دغه شان شخصیّت د یوه خیر غواړي پلار په ځائيګي کې  خپل زوي ته دپه خطاب کې په زړه پورې نصیحتونه بیانوي  چې په لقمان سورې کې  بیان شوي دي.

د قران کریم یو دیرشمه سوره لقمان نومیږي. دغه سوره په ۳۴آیتونو سره  په یو یشتمې سپارې کې واقع ده . لقمان سوره په مکې کې نازله شوي سوره ده چې  او اوه پنځوسمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.

دغه سوره له دې اړخه لقمان نومول شوي چې د لقمان نامه په دغې سورې کې دوه ځله راغلې ده  او یوازینۍ سوره ده چې  د یوه الهي حکیم خبره ئې کړې ده .لقمان یو هغه حکیم ؤ چې  په داؤد پيغمبر پړاؤ کې ئې ژوند کوۀ. د هغه د زیږیدا د ځاي او دعمر په باب اختلاف موجود دی.په عین حال کې د لقمان په ځانګړنو کې د ژور تفکر ،ایمان او لوړ یقین ، چپتیا ،امانتدارۍ ،ریښتینوالۍ ، دخلکو داختلافاتو حل کول  یادولی شو.

په دغې سورې کې لقمان د یوۀ خیر غواړي پلار په توګه خپل بچي ته نصیحت کوي.خپل بچي ته د لقمان په نصیحتونوکې،د توحید پالنې ، له خداي سره دشرک نه کولو ، د مور او پلار داحترام  او ورڅخه اطاعت کونې ،دلمانځه دقایمولو ،امبر بالمعروف او نهی از منکر کونې،صبر، تواضع،کبر نه کول او نرم  او آرامه  خبرې کول  شامل دي.

همداراز دغه سوره ا نسانان په کلي توګه په دوو ډلو ویشي، یوه ډله د نیکو اوصالحو کسانو او دوهمه ډله هم دګمراهانو اومستکبرانو ډله. وروسته  د هغوي دعملونو، صفتونو او نښو نښانو برخو په باب توضیح ورکوي او په دنیا او آخرت کې د هردواړو ډلو دکار عاقبت نندارې ته وړاندې کوي.

په یوې بلې برخې کې ددغې سورې  نور آیتونه دې ټکي ته اشاره  کوي چې مځکه او آسمانونه ، له تکیه ګاه پرته  او له کومې ستنې یا اډاڼۍ  پرمته  په فضا کې ځوړند دي.

همداراز په دغې سورې کې  د توحید ،خداي پيژندنې  او دخداوندمتعال دقدرت او عظمت نښو نښانو ته  او دغه راز د خداي تعالی د وجود په برهانونونو رڼا اچول شوې ده.

ددغې سورې په یوې بلې برخې کې  خداوندمتعال  د قیامت د ورځې ځیني ص حنې،اموال او اغیزشیندونکي حالات بیانوي چې  انسان په دې فاني  او زر تیریدونکي دنیا کې  له هغو صحنو او حالاتو غافل دی.

د سورئې په پاي کې هم ،پنځو  موضوعګانو ته اشاره کوي ، چې یوازې خداي تعالی  ورڅخه خبر دی ، په هغو پنځو موضوعګانو کې ، د قیامت  د ورځې د رامینځةکیدا، د  ورښت  نزول وخت  او دهغو د قطرو شمیر او آثار او خصوصیات ، هغه څه چې  د میّندو په رحم کې دي ، هغه برخلیک چې  دانسان په انتظار کې دی ، انسان به په کوم ځاي کې  او څرنګه مري ،په شان موضوعګانې شمالې دي.

تړلې خبرونه
captcha